د لاسرسي ځای

تازه خبر

رانا ثنا الله: د استخباراتو پخواني مشر جنرال فېض حمید خلاف د درغلیو پلټنې روانې دي


جنرال فېض حميد
جنرال فېض حميد

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله ویلي د هیواد د استخباراتو ادارې ( ای ایس ای) پخواني مشر ريټایرډ جنرال فېض حمید او د هغه د ورور خلاف د درغلیو پلټنې پیل شوې دي.

رانا ثنا الله د مارچ پر اتمه په اسلام اباد کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې د کورټ مارشل اختیار یوازې د پوځ دی. نوموړي دا خبره تر هغې وروسته وکړه چې د مسلم لیګ نون ګوند مرستیالې مشرې مریم نواز د مارچ پر اتمه له یو شخصي ټي وي چینل سره په مرکه کې وویل چې فېض حمید دې کورټ مارشل شي. کورټ مارشل د پوځ لخوا پر پوځي افسرانو مقدمې چلولو ته وايي.

مریم نواز تور پورې کړی چې فېض حمید د دوه کلونو لپاره د مسلم لیګ (ن) حکومت د نسکورولو او د څلورو کلونو لپاره د عمران خان حکومت د ملاتړ کولو سره د هیواد په بې ثباته کولو کې رول لوبولی دی. حميد په دې اړه څه غبرګون نه دی ښوولی خو پخوا پخواني وزیراعظم عمران خان د مسلم ليګ (ن) تورونه رد کړي وو البته دا یې منلې وه چې امنيتي ادارې ورسره همنظره وي.

د مارچ پر اتمه رانا ثنا الله د دغو څرګندونو وروسته یو خبریال پوښتنه وکړه چې د حمید او د هغه د ورور خلاف د درغلیو د مقدمې اورېدنه خو د پلټنو وفاقي اداره ( ایف ای اې ) کولای شي نو ايا کوي‌ یې؟ د پوښتنې په ځواب کې رانا ثنا الله وویل: "تحقیقاتي ادارې پلټنې کوي. اوس په هغې خبره کول به تر وخته مخکې وي. که څه مخې ته راشي نو وروسته به مو خبر کړو."

مریم نواز دا تور هم پورې کړی چې فېض حمید پر عدالت فشار راوړی وو چې هغې او د هغه پلار (پخواني وزیراعظم نواز شریف) ته سزا ورکړي. نواز شریف او مریم نواز ته په ۲۰۱۷ کال کې د مالي درغلیو په مقدمو کې سزا شوې وه خو تر ضمانتونو وروسته له بنده ازاد شول.

د کراچۍ پوهنتون استاد ډاکټر توصیف احمد د مارچ پر نهمه مشال راډيو سره په خبرو کې د سیاسي مداخلې په تور پوځي مشرانو ته د سزاګانو په اړه وویل چې که پخوانیو وختونو ته و کتل شي نو کورټ مارشل نه دی شوی خو د حکومتونو د ړنګولو په تور د پوځي چارواکو او مشرانو خلاف مقدمې چلېدای شي.

هغه په دې اړه تاريخي حواله ورکړه او زیاته یې کړه: "په ۱۹۵۰ کې د راولپنډۍ سازش قضیه کې مېجر جنرال اکبر، فېض احمد فېض، سجاد ظهیر او د نورو پوځي مشرانو خلاف مقدمه چلېدلی وه. د ایوب خان په وخت کې هم یوه مقدمه شوی وه خو داسې نه دي شوی چې د سیاسي لاسوهنې یا سیاسي انجنیرنګ په سر د چا خلاف کارروايي شوې وي."

د مارچ په اتمه د پاکستاني شخصي ټي وي چینل، دنیا ټي وي، یو خبریال او شنوونکي کامران خان پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي د ای ایس ای پخواني مشر فیض حمید ورته د مریم نواز د تورونو په ځواب کې پیغامونه لېږلې دي. هغه لیکلي: "په لومړي پیغام کې یې لیکلي چې په ۲۰۱۷ز او ۲۰۱۸ز کې یوازې دی مېجر جنرال وو نو ایا په پوځي نظم کی یوازې یو میجر جنرال حکومت ختمولی شي؟ دویم پیغام کی یې لیکلي چې په پوځ کی ټولې فیصلې یوازې چیف( مشر) کوي، او درېیم پیغام کی یې لیکلي، ټولې پرېکړې عدالتونو کړې دي."

چیف مانا د چیف اف ارمي سټاف یا د پوځ مشر. هغه وخت د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه وو چې د ۲۰۲۲ز کال په نومبر کې یې د دندې موده پای ته ورسېده.

په پېښور کې خبریال عقیل یوسفزي د مارچ پر نهمه مشال راډيو ته وویل دا حقیقت دی چې په تېرو وختونو کې د سیاسي مداخلې ذمه وار یوازې فېض حمید نه دی. نوموړي وویل چې که یو جنرال د استخباراتي ادارې مشر وي یا په کومه بله مهمه څوکۍ ګمارل شوی وي، نو هغه ذاتي یا انفرادي فیصلې نه شي کولای بلکه شا ته یې د پوځي قوت پرېکړې وي.

عقیل یوسفزي زیاته کړه چې هغه ته نه ښکاري چې موجوده واکمن اتحاد به د پخواني پوځي مشر یا مشرانو ضد کومه کارروایي وکړي، ځکه چې د هغه په فکر حکومت دومره طاقتور نه دی، البته دا یې یوازې سیاسي بیان بازي ده.

XS
SM
MD
LG