د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنرال باجوه: پوځ ۷۰ کلونه په سیاست کې مداخله کوله خو تر دې وروسته به یې نه کوي


جنرال قمر جاويد باجوه (انځور له ارشیفه)
جنرال قمر جاويد باجوه (انځور له ارشیفه)

د پاکستاني پوځ مشر جنرال قمر جاويد باجوه ادعا کوي چې تېر کال یې په فبرورۍ کې "تر ډیر غور و فکر وروسته" پرېکړه وکړه چې نور به په سیاست کې ګوتې نه وهي.‌

باجوه د خپلې کاري مودې تر ختمېدو ۷ ورځې مخکې، د نومبر پر ۲۳مه په راولپېنډۍ کې د "يوم شهدا" په نوم غونډې ته د وينا پر وخت وويل چې "پوځ د پاکستان خدمت کوي خو بیا هم پرې تنقيدونه کيږي". د هغه په خبره د دې "لویه وجه په تېرو ۷۰ کلونو کې په سياست کې د پوځ مداخله ده چې يو غير اییني کار دی".

باجوه د تحريک انصاف مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان نيوکو ته په اشاره وويل چې کله پوځ په سیاست کې مداخله ونه کړه نو نیوکې پرې شروع شوې.

عمران خان د ۲۰۲۲ کال په اپريل کې د اپوزیشن ګوندونو د اتحاد په نتيجه کې په قامي اسمبلۍ کې د عدم اعتماد د تحريک له لارې له وزيراعظمۍ ليرې شوی وو.

عمران خان تر دې وروسته په کړو احتجاجي جلسو کې ويلي‌ وو چې پوځ بايد بې طرفه نه وای پاتې شوی. هغه زیاته کړې وه چې "يوازې ځناور بې طرفه کېدلی شي". نوموړي تور پورې کړی وو چې پوځي ایسټبلېشمېنټ د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ د اوسني ايتلافي حکومت سره ملګرتيا کړې ده. خو پوځ دا رد کړي او ويلي چې له سیاست سره کار نه لري.

د جنرال باجوه د وينا په غبرګون کې د پاکستان تحريک انصاف يو مشر اسد عمر پر ټويټر ليکلي چې نوموړي سياسي تقریر وکړ خو وايي چې په سیاست کې ګوتې نه وهي.

عمران خان د تحريک انصاف په جلسو کې پر پوځ د نيوکو په وخت د ځينو پوځي افسرانو نومونه اخیستي او تور یې پورې کړی چې د هغه ملګرو سیاستوالو د نيولو له لارې د هغوی د خاموشه کولو کوښښ شوی دی. خو د پاکستان پوځ دا تورونه بې بنياده او زيانمنوکي بللي دي.

د نوي پوځي مشر په اړه تاوده بحثونه

د عمران خان د دې نيوکو له امله د پاکستاني پوځ د نوي مشر ټاکنه هم د ډيرو بحثونو لامل شوې ده. هغه تېره مياشت ويلي وو چې نوی پوځي مشر دې د وړتيا په اساس وټاکل شي خو وروسته یې وويل چې دا د وزيراعظم (شهباز شريف) اختيار دی چې څوک د پوځ مشر ټاکي البته هغه احتساب غواړي.

په اسلام اباد کې خبريال او شنونکي اعزاز سيد مشال راډيو ته ويلي چې که څه هم د پوځ مشر ټاکنې عمل د معمول مطابق روان دی خو د تحريک انصاف مشر عمران خان دا مسله لانجمنه کول غواړي. د اعزاز سيد په خبره ممکنه ده چې د دې وجه د عمران خان په پوځ کې ځيني چارواکي خوښ نه دي.

تحريک انصاف اسلام اباد ته د لانګ مارچ يا لاریون د نومبر پر ۲۶مه راولپينډۍ ته د رسېدو اعلان کړی دی. په دغه ښار کې د پاکستاني پوځ مرکز دی.

جنرال باجوه د ۲۰۱۶م کال د نومبر پر ۲۹مه د پوځ مشر ټاکل شوی وو چې وروسته د عمران خان د وزيراعظمۍ پرمهال يې د کار موده د دريو کالو لپاره وغځول وشوه. سپريم کورټ ويلي وو چې د پوځ مشر د کار مودې غځولو لپاره دې قانون سازي وشي. پارليمان په دې اړه بيل منظور کړ. جنرال باجوه په خپله اخرنۍ وينا کې ويلي چې نه یې غوښتل خپله کاري موده پسې وغځوي. هغه زیاته کړه چې پاکستان دا مهال له سختو اقتصادي مشکلاتو تېريږي او د حالاتو بهترۍ لپاره سیاسي ثبات ضروري دی.

د پاکستان د دفاع وزير ويلي چې د پوځ د نوي مشر ټاکلو لپاره لايحه (سمري) له دفاع وزارته د وزيراعظم دفتر ته رسېدلې ده. خواجه محمد اصف د نومبر پر ۲۲مه ناوخته پر خپله ټوېټرپاڼه په بیان کې زیاته کړې چې په دې لړ کې به نورې مرحلې هم ډېر ژر سر ته ورسېږي. هغه تر دې مخکې جيو نيوز ټيليويژن ته ويلي وو چې د نومبر تر ۲۶مې پورې به نوی پوځي مشر معلوم شي.

XS
SM
MD
LG