منور شاه له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.
د البانیا هنرمندان وايي ښکلي هنرونه د پاسپورټ په څېر دي او دوی غواړي چې د دې په وسیله خپل هېواد ته د ډیرو نړیوالو سیلانیانو پام راوګرځوي.
په نړۍ کې پولیس او امنیتي ادارې عموماً د مظاهرچیانو منتشرولو لپاره اوښلن ګیس، ربړي مرمۍ یا زیات فشار لرونکې اوبه کاروي، خو په وروستیو کې د سربیا په پلازمېنه بلغراد کې زده کوونکو د احتجاج پر مهال یو تېز او وېروونکی غږ واورېد. د مشال راډیو د خبرونو مرکزي څانګې له ویډیو جوړ رپورټ وګورئ.
په هند کې ډېری هندوان کونډې ښځې بدمرغه بولي او په اخترونو او د خوشالۍ په نورو مراسمو کې د ګډون اجازه نه لري. د هندوانو د دین او دودونو له مخې، کونډې ښځې باید ټول عمر سپینې جامې واغوندي. البته د اترپردېش ایالت په ورېندوان ښار کې کونډې هم هولي لمانځلی شي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
اوکرایني ځواکونه له یوې مودې راهیسې د روسیې پر ضد په جګړه کې د نري تار لرونکې ډرون الوتکې کاروي. د فایبر اپټېک په نوم نري مزي د برېښنايي معلوماتو د انتقال یوه وسیله ده چې روسیه یې وار له مخه په جګړه کې کاروي. عموماً ډرون الوتکې د ګرځنده یا موبایل ټېلېفون په څېر له شبکې سره وصل
د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې پولیس تېز رفتاره بایسېکل چلوونکي ۹۰ یورو (شاوخوا ۲۶،۰۰۰ کلدارې یا ۷،۰۰۰ افغانۍ) جریمه کوي. پولیس وايي، له ټاکلي سرعته تېز بایسېکل چلونه هم د ټرافیکي پېښو سبب کېږي. په پاریس کې شاوخوا ۳۰ لکه بایسېکلونه دي. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.
په دې ورستیو کې د پنجاب د ځنګلي ژويو ادارې د ځناورو د ساتنې لپاره کارکوونکې یوې نړیوالې خیریه ادارې (فور پاز) په مرسته په سرګودا ضلع کې هغه یږ یا میلو ژغورلی چې یو تن به د پیسو ګټلو لپاره له سپیو سره جنګاوه.
په یمن کې د کدو حلوا ډېره مشهوره ده او خلک یې ډېر خوښوي. دوی وايي، د کدو ذکر د مسلمانانو په سپېڅلي کتاب قران کې شوی او د اسلام د پیغمبر محمد (ص) هم ډېر خوښېده. ځینې خلک دا هم وايي چې کدو معدې ته ګټه رسوي. تفصیل د رویټرز اژانس له ویډیو په جوړ رپورټ کې.
د مراکش باچا محمد شپږم له ولسه غوښتي دي چې سږ کال دې د لوی اختر پر مهال څاروي نه قربانوي. نوموړي دا اعلان پر داسې مهال کړی دی چې هغه شمالي افریقايي هېواد له تېرو اووه کلونو راهیسې له سختې وچکالۍ سره مخامخ دی او پکې څاروي هم کم شوي او خلک هم مالي مشکلات لري. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
روسیې د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراین پراخ یرغل پیل کړ چې درې کاله یې پوره شول. د اوکراین یوشمېر اوسېدونکي وايي د بریا هیلې لري، خو هغه واقعیتونه او وضعیت هم په پام کې نیسي چې په تېرو کلونو کې خورا بدل شوی دی.
د میانمار (برما) ښځې هم له پېړیو راهیسې د یوې ځانګړې ونې له پوټکي د تناکا په نوم یو ډول کریم جوړوي او په مخ یې پورې کوي.
په تایوان کې سپین مار د نېکمرغۍ نخښه بلل کېږي او ځینې خلک یې د دوعا پر مهال په غاړه کې هم اچوي.
د نړۍ په بېلابېلو برخو کې خلک د خوراک کولو لپاره مختلفې طریقې او دودونه لري. د مثال په ډول پښتانه او د جنوبي اسیا او عربي هېوادونو زیاتره وګړي په لاسونو خوراک کوي خو په چین کې خلک بیا په ځانګړو ډکو (چې چاپ سټېکس نومېږي) خواړه خوري.
زرداري دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې په ۲۰۲۴ز کال کې په پاکستان کې په دوو حملو کې اووه چینایان ووژل شول. تر هغې وروسته وروسته بیجنګ په پاکستان کې د خپلو خلکو د امنیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه او له اسلام اباده یې په بریدونو کې د ککړو کسانو د نیولو او سزا کولو غوښتنه وکړه.
روسیې د اوکراین د یو ښار د نیولو هڅه کوي خو اوکرایني پوخیانو یې هغه هڅې ناکامې کړي دي
د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اېف پي) وايي چې که د افغانستان لپاره په بشري مرستو کې کمښت راشي نو په روان ژمې کې به ميليونونه افغانان له لوږې سره مخ شي. دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د امریکا نوي ټاکل شوي
د ترکيې په سلجوق ښارګوټي کې د جنورۍ پر ۱۹ مه د اوښانو د کبډي مېله وشوه چې لیدلو ته یې زرګونه خلک ورغلي ول. د اوښانو مالکان وايي دا کبډي د شرطونو یا جوارۍ ګټلو لپاره نه بلکې د نوم ګټلو لپاره يې کوي. دوی وايي اوښان ورته د خپلو اولادونو په څېر ښکاري او هڅه کوي چې په کبډي کې هم یو بل ژوبل نه کړي.
د چین شینجیانګ (سینکیانګ) اویغور خپلواکه سیمه کې د پخوا په څېر سږکال هم د نوي کال ژمنۍ مېله وشوه، چې پکې ځايي خلکو یو شمېر کلتوري او دودیزې سیالۍ ترسره کړې. د دې سیالیو کتلو ته ګڼ سېلانیان ورغلي او وايي، په دې میله کې یې هغه دودیزې لوبې ولیدلې چې د پېړیو راهیسې په اویغور سیمه کې شتون لري.
نور وښیئ