د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړيوالو پر ښځينه کارکونکو د طالبانو بندیز غندلی او د پرمختګ مخنیوی یې بللی


تر بندیز مخکې، په هرات کې ښځې په يوه کارخانه کې د ګْلکارۍ کار کوي ـ انځور له ارشیفه
تر بندیز مخکې، په هرات کې ښځې په يوه کارخانه کې د ګْلکارۍ کار کوي ـ انځور له ارشیفه

نړيوالو ادارو او هېوادونو په افغانستان کې په کورنیو او بهرنیو غیردولتي ادارو کې د ښځو پر کار د طالبانو بندیز په اړه ژوره اندېښنه ښودلې او غوښتنه یې کړې چې ژر دې دا بندیزو بېرته واخلي.

د ژغورنې نړیوالې کمیټې یا ای ار سي د دیسمبر په ۲۴مه په یوه بیان کې ویلي چې په افغانستان کې له درې زره زیاتې ښځینه کارکوونکې لري چې په دې هېواد کې په بشري مرستولو رسولو کې یې ونډه ډېره مهمه ده. دې ادارې زیاته کړې چې د دې مېرمنو کار نه کول به د بشري مرستو په رسولو کې لويې ستونزې جوړې، خلک د ستونزو سره مخامخ او پخپله د دې کار کوونکو کورنيو ته اقتصادي مشکلات جوړ کړي.

د نجيبه رحماني په نوم یوې افغانې پر خپل فیسبوک ليکلي چې له شپږ مياشتنۍ بې روزګارۍ وروسته یې په يوه غيردولتي اداره کې کار پيل کړ. د هغې په وينا چې کار یې نه وو نو سخت مشکلات یې درلودل خو چې کار یې پيل کړ نو ټوله کورنۍ یې خوشاله وه. هغې پوښتنه کړې اوس چې له کاره منع شوه نو کورنۍ به یې څه کوي او هغو قرض ورکونکو ته په څه جواب وايي چې کورنۍ یې ترې پور اخیستی دی؟

اروپایي ټولنې چې په افغانستان کې د مرستندویه موسسو یوه لویه تمویلونکې ده، هم د طالبانو دغه پرېکړه غندلې او ویلي یې دي چې دا موضوع چې د ښځو پر کارکولو دغه بندیزبه یې د مرستو پر بهیر څه اغېز ولري، ارزوي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د اقتصاد وزارت د دیسمبر په ۲۴مه په يو مکتوب کې ټولو دولتي او غيردولتي ادارو ته حکم وکړ چې ښځې به تر امر ثاني پورې د کار اجازه نه لري. دوی دریځ وړاندې کړی چې ښځې حجاب نه اغوندي.

خو پر ټولنيزو رسنيوو افغانانو او په بېلابېلو بیانونو کې نړيوالو دا هسې يوه بهانه او ښځو سره د طالبانو تعصب بللی دی. افغان امريکن فاونډېشن پر ټويټر ليکلي چې د طالبانو کړنې جنسیتي تبعیض دی. دوی وايي په لسګونو زره ښځې له کاره منع کول به اقتصادي بحران رامنځته کړي

د افغان ښځو لپاره د امريکا ځانګړې استازې، رینا اميري پر ټويټر ليکلي‌چې ښځې له کاره منع کول د طالبانو يو بل ظلم دی. د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بېنیټ او يونیسيف سیمه ييز مشر جارج لیري اجي په خپلو جلا جلا بیانونو کې ويلي چې د طالبانو دا کار به ميليونو خلکو ته د بشري مرستو رسول ټکني کړي.

د اکبر خپلواک انسټېټیوټ سره چې په افغانستان کې د کورنیو او بهرنیو نادولتي ادارو فعالیتونه همغږي کوي، د ۸۳ نړیوالو ادارو په ګډون ټولې ۱۸۳ نادولتي ادارې ثبت دي.

طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه کابل ته ننوتل او پر افغانستان واکمن شول. دوی د خپلې واکمنۍ په پیل کې د نجونو پر مخ تر شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو دروازې وتړلې او هغه مهال یې ژمنه کړې وه چې د ۲۰۲۲ز کال په پسرلي کې ښوونځي بیا پرانیزې خو دا کار یې و نه کړ.

طالبانو د نجونو پر تعليم د بندیز سربېره پر ښځو يو لړ نور بندیزونه هم لګولي دي لکه هغوی یې پارکونو ته له تګه هم منع کړي دي، په دفترونو کې د ښځو شمېر کم کړی، له محرم بغیر ورباندې بهر پر تګ راتګ بندیز دی، پر ښځو مخ پټول جبري شوي او پر ټېلېوېژن یې څرګنديدل محدود کړي دي.

افغان ښځو د دې محدودیتونو پرضد د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې مظاهرې کړې دي خو طالبان له خپلې تګلارې نه دي اوښتي او نه یې هم د نړيوالو غبرګون ته مثبت ځواب ویلی. د ۲۰۲۲ز کال په جولای کې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخونزاده د ديني عالمانو په يوه غونډه کې ويلي ول چې "نه د نړيوالو غوښتنې مني او نه هم ورسره يو قدم مخکې" ځي.

د نجونو پر زده کړو د طالبانو بندیز خلاف په کوټه کې مظاهره
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:12 0:00

اړوند

XS
SM
MD
LG