د شمالي وزيرستان په ميرلي کې ناپېژندليو وسلوالو یو سیاسي او مدني فعال ظهیر داوړ وژلی دی.
پوليسو او ځايي وګړو مشال راډيو ته ويلي چې د نومبر پر ۱۴مه ناوخته وسلوالو پر نوموړي د هغه د کور په درشل ډزې وکړې او هغه په موقع ساه ورکړه او بریدګر له صحنې وتښتېدل.
تر اوسه چا د هغه بريد ذمه واري نه ده منلې.
پولیس وايي چې د نامعلومه کسانو ضد يې مقدمه درج کړې او پلټنې يې پیل کړې دي.
د میرلي درو سیاسي مدني فعالانو جمال داوړ، شفقت داوړ او عادل داوړ مشال راډیو ته وویل چې په سیمه کې یې د بدامنۍ لړۍ روانه ده او وخت په وخت پکې هغه ځوانان وژل کېږي چې د قام ورته ډېره تمه وي. دوی له حکومته وغوښتل چې امن دې پر ځای کړي او د هدفي وژنو مخه دې ونیسي.
تر دې پېښې وړاندې د نومبر پر ۱۲مه په بنو او میرلي کې دوه ځايي کسان په هدفي بریدونو کې وژل شوي ول. بل پلو د بنو له هوېد سیمې نه بیا وسلوالو درې کسان تښتولي وو چې لا هم نه دي موندل شوي.
تر هغې وړاندې د نومبر پر څلورمه د شمالي وزيرستان په ميرلي کې ناپېژندليو وسلوالو د پاکستان د سرحدي ځواک يو سرتېری وژلی وو.
د مشال راډیو د خبریال د راټولو کړو معلوماتو له مخې په شمالي وزیرستان کې روان (۲۰۲۵ز ) کال تر دې مهاله ۲۵ هدفي بریدونه ترسره شوي دي چې پکې لسګونه کسان وژل شوي دي.
په ۲۰۲۴ز کال کې په شمالي وزيرستان کې ۳۷ هدفي بریدونه شوي ول چې ګڼو ولسي مشرانو، د بشري حقونو فعالانو او د سرکاري ادارو غړو ته پکې مرګژوبله اوښتې وه.
په شمالي وزیرستان کې له تېرو څو کلونو راهیسې په لسګونو بریدونو کې ګڼ ولسي مشران، فعالان، دیني عالمان، سیاستوالان، پخواني وسلوال، حکومتي کارکوونکي او عادي وګړي وژل شوي دي.
د شمالي وزيرستان په ګډون، په وروستیو کې په بنو، لکي مروت، ځونيخېلو (جانيخېلو) او د خيبر پښتونخوا په يو شمېر نورو سيمو کې د هدفي حملو یوشمېر پېښې شوې دي چې ځايي اوسېدونکي يې د امنیت په اړه اندېښمن کړي دي.
په هغو سيمو کې د ناامنۍ پر ضد خلکو پراخ احتجاجونه، جرګې او لاریونونه کړي دي. خو د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې د ترهګرۍ ختمولو ته ژمن دي او د دې لپاره یې د وسلوالو پرضد هدفي عملياتو ته دوام ورکړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د نومبر پر ۱۲مه په خیبر پښتونخوا کې د امنیت د ټینګولو لپاره د حکومت لخوا یوه جرګه غوښتل شوې وه. په دغه جرګه کې د واکمن تحریک انصاف ګوند ترڅنګ عوامي نیشنل ګوند، قامي وطن ګوند، جماعت اسلامي، جمیعت علمای اسلام (ف) او ګڼو نورو ګوندونو ګډون کړی وو.
د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر سهېل اپرېدي د جرګې د پرانیستونکې وینا پر مهال ویلي وو هغه تمه لري چې د ترهګرۍ د ختمولو لپاره به د جرګې مشران یوه ګډه کړنلاره پیدا کړي او په صوبه کې به امن ته لاره هواره شي.