د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو په ارزګان کې ۲۰ کسان په دُرو وهلي دي


طالبان په ترینکوټ کې - انځور له ارشيفه
طالبان په ترینکوټ کې - انځور له ارشيفه

د افغانستان په ارزګان ولايت کې د طالبانو د حکومت ولايتي چارواکي وايي چې ۲۰ کسان په عام محضر کې په دُرو ووهل شول.

د والي وياند احسان حماس د دیسمبر په ۲۲مه، ازادي راډيو سره په خبرو کې ادعا کړې ده چې دغه کسان په غلا او اخلاقي سرغړونو تورن وو چې نن ورته په ترينکوټ ښار لوبغالي کې د زرګونو خلکو په وړاندې سزا عملي شوې ده.

طالبانو تر دې مخکې هم په ځينو ولایتونو کې داسې سزاوې ورکړې وي چې نړيوالو پرې سختې نيوکې کړې وي. طالبانو د ارزګان د سزاګانو د عملي کولو په دې موقع خبریالانو ته د تصویر او یډو اخيستلو اجازه نه‌ده ورکړې او دغه راز خلک يي هم د تصویر او ویډويي اخستلو څخه منع کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG