د خیبر پښتونخوا په بنو کې پر احتجاج ناست د شمالي وزیرستان بې کوره شوي کډوال وايي، له پوځي او انتظامي چارواکو سره یې خبرې اترې ناکامې شوې دي.
دوی وايي، په تېرو دوو ورځو کې یې په شمالي وزیرستان کې د پوځ له مشر مېجر جنرال، مرستیال کمېشنر او د بنو له کمېشنر سره مزاکرات کړي خو نتیجه یې نه ده ورکړې.
د پرلت مشران وايي، دوی د خپلو غوښتنو لپاره احتجاج ته دوام ورکړی چې له کبله یې د بنو او وزیرستان ترمنځ لوی سړک هم تړلی پروت دی.
د احتجاج یو ګډونوال ملک نثار خان مشال راډیو ته وویل چې د انتظامیې او پوځ له ځايي مشرتابه سره یې خبرې کړې دي خو مطمین نه دي.
ده وویل، پرلت یې د دې لپاره جاري ساتلی دی چې حکومت یې خپلو سیمو ته د ستنولو نېټه اعلان کړي ده او پوځ ډاډ ورکړی دی.
په شمالي وزیرستان کې د اتمانزیو مشر ملک نصرالله د نومبر پر ۱۴مه احتجاج کوونکو ته په وینا کې وویل چې چارواکي تر ډیره حده د دوی د غوښتنو پر منلو ورسره سلا شوي دي خو د ده په وینا، احتجاج به هغه وخت ختموي چې د پوځ ډاډ ترلاسه کړي.
د شمالي وزیرستان مرستیال کمېشنر محمد یوسف کریم هم مشال راډیو ته وویل چې د کډوالو د احتجاج له مشرانو سره یې څو ځله خبرې شوې دي خو لا یې هم څه نتیجه نه ده ورکړې.
ده وویل چې کډوالو ته د نغدو مرستو په اړه یې له اړوندو ادارو سره خبرې کړې دي او د یوې میاشتې مرستې جاري شوې هم دي خو د ده په خبره، د دې کډوالو خپلو سیمو ته د ستنولو په اړه هم خبرې روانې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د شمالي وزیرستان بې کوره شویو کډوالو د نغدو مرستو د بحالۍ او خپلو کورونو ته د ستنېدو لپاره د بنو په بکاخېلو کې احتجاج ته دوام ورکړی دی.
دغو کډوالو د اکتوبر پر ۳۰مه د بکاخېلو کيمپ مخې ته احتجاج پیل کړی او وايي چې له تېرو ۱۰ میاشتو راهیسې مرستې ورباندې بندې شوې دي چې له امله یې هغوی له سختو مالي مشکلاتو سره مخامخ دي.
دوی زیاتوي چې یو پلو له تېرو ۱۰ کلونو راهيسې بې کوره دي او بل ورسره دا "زیاتی" کېږي چې هر ځل دا مرستې په "سوال او زاریو" غواړي.
په خیبر پښتونخوا کې د طبعي ناورینونو د نظم صوبایي ادارې (پي ډي اېم اې) مرستیال مشر احسان داوړ تر دې وړاندې مشال راډیو ته ويلي ول چې د فنډونو د کمي له امله د کډوالو نغدې مرستې ځنډول شوې دي.
د ده په وینا، چې کله هم پيسې ترلاسه کړي نو د شمالي وزیرستان دغو کډوالو ته به د نغدو مرستو ورکړه بېرته بحاله کړي.
د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴ز کال د جون په نیمايي کې په شمالي وزیرستان کې د وسلوالو پرضد د "ضرب عضب" په نوم پراخ عملیات پیل کړل چې له وجې یې شاوخوا یو مېلیون وګړي بې کوره شول چې د يوشمېر د اوسېدو لپاره یې د بنو په بکاخېلو کې سرکاري کیمپ (پنډغالی) جوړ شو.
له دې پرته لسګونه زره کورنۍ د خیبر پښتونخوا او پاکستان په نورو سیمو کې مېشتې شوې او زرګونه نورې د افغانستان خوست، پکتیا او پکتیکا ته واوښتې.
په ۲۰۱۶ز کال کې د عملیاتو تر پای ته رسېدو وروسته زیاتره کډوال په شمالي وزیرستان کې خپلو کلیو او کورونو ته ستانه شول، خو د دته خېلو نیمايي او د شوال ټول وګړي، چې لسګونه زره کسان جوړېږي، لا هم په بکاخېلو کیمپ، د پاکستان په مختلفو برخو او په خوست کې پراته دي.
احسان داوړ وايي چې د کډوالو خپلو سيمو ته د ستنېدو لپاره يې چمتووالی نيولی دی او په وينا يې یوازې دې ته انتظار کوي چې پوځ ورته د هغو سیمو له وسلوالو د پاکېدو رسمي پخلی وکړي.
د شمالي وزيرستان کډوالو تر دې وړاندې هم د نغدي مرستو د تر لاسه کولو لپاره په بکاخېلو کې په وار وار احتجاجونه کړي او د حکومت له خوا د ډاډ تر لاسه کولو وروسته يې پای ته رسولي دي.
د پاکستان حکومت د شمالي وزیرستان هرې بې کوره شوې کورنۍ ته هره میاشت ۲۰،۰۰۰ روپۍ ورکوي او په عملیاتو کې یې د ړنګو او زیانمنو شویو کورونو او دوکانونو د تاوان ورکولو ژمنه هم کړې وه.
په خیبر پښتونخوا کې د ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ادارې (پي ډي اېم اې) ترمخه له هغوی سره څه باندې ۱۷،۰۰۰ کورنۍ ثبت دي او کله، کله د پیسو د کمښت له وجې مرستې ځنډېږي.
اداره وایي چې حکومت هره میاشت له بې کوره شویو سره د نقدي مرستو لپاره ۳۵ کروړه روپۍ جاري کوي، او هرې کورنۍ ته د موبایل ټېلېفون د سېم کارډونو له لارې پیسې لېږدوي.
چارواکي وایي چې د بې کوره شویو کډوالو سیمې لا هم له وسلوالو نه دې پاکې شوې خو چارې په چټکۍ روانې دي. دوی وایي چې سیمې پاکې شي نو بيا به د کډوالو ستنېدل پیل شي او د نقدي مرستو قسطونه به هم ژر ورکړي.