د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانانو او نړیوالو د نجونو پر تعلیم د طالبانو بندیز په کلکه غندلی


افغانانو او نړیوالو د نجونو پر تعلیم د طالبانو بندیز په کلکه غندلی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:25 0:00

پاکستان، سعودي عرب، متحده عربي اماراتو او د اسلامي هېوادونو د همکارۍ تنظیم (او ايي سي) د ډېسېمبر په ۲۱مه په افغانستان کې د طالبانو په حکومت غږ کړی چې د اسلامي احکاماتو سره سم دې جینکو ته د زدکړو حق ورکړي. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو وزارت د ډېسېمبر په ۲۰مه ناوخته یو امر جاري کړ چې پکې تر امر ثاني په حکومتي او غیر حکومتي پوهنتونونو او موسسو کې د جینکو په اعلا زدکړو بندېز لګول شوی دی. د دې امر لاندې جینکۍ له پوهنتونونو ستنې کړل شوې چې پر ضد یې دوی احتجاجونه هم کړي. ملګرو ملتونو او امریکا هم د طالبانو دا ګام خواشینوونکی بللی او غوښتنه یې کړې چې د زدکړو تر څنګ دې جینکو او ښځو ته ټول حقونه ورکړي. په دې هکله نور تفصیل، د ای اېف پي، اې پي او رویټرز اژانسونو له ویډیوګانو نه په جوړ شوي په دې راپور کې.

XS
SM
MD
LG