د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتون ژغورنې غورځنګ "د وسلوالو د بیا منظمېدو" مخنیوی غواړي


منظور پشتين د سرې درګۍ سيمينار ته وينا کوي - د نومبر ۱۳مې انځور.
منظور پشتين د سرې درګۍ سيمينار ته وينا کوي - د نومبر ۱۳مې انځور.

پښتون ژغورنې غورځنګ د بنو جانيخېلو په سره درګه سیمه کې د امن لپاره یو ولسي سيمينار کړی چې پکې په لسګونو خلکو برخه واخیسته.

د نومبر پر ۱۳مه په غونډه کې د روانو ناامنيو پر وجوهاتو او د امن ټينګ ساتلو لپاره پر حکومت د فشار اچولو خبرې وشوې. سیمینار ته پر جانيخېلو برسېره له لکي مروت او سرې درګۍ خلک ورغلي ول او پکې غوښتنه وشوه چې حکومت دې "د وسلوالو د بيا منظمېدو" مخه ونیسي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین ګدونوالو ته وويل چې پر خپلو وسايلو د اختيار او خپلو حقونو ترلاسه کولو لپاره د خلکو ترمینځ اتحاد ضروري دی. هغه زیاته کړه چې وروستيو مظاهرو، جرګو او ولسي غونډو وښووله چې پښتانه نور له جنګونو کرکه لري. "موږ نور پر خپله خاوره جنګ او ناامني نه شو زغملی. نه هم دا اجازه ورکوو چې د پښتنو سیمه د وسلوالو د فعاليتونو لپاره بیا وکارېږي."

پشتين تر دې مخکې هم په ورته غونډو کې ادعا کړې چې د پاکستان ریاست او امنيتي ادارې د وسلوالو په فعاليتونو سترګې پټوي او په قبايلي ضلعو کې يو ځل بيا وسلوال د پښو مضبوطولو کوښښ کوي.

د خيبر پښتونخوا حکومت او پوځي چارواکو دا رد کړې او ډاډ یې ورکړی چې امن به پر ځای ساتي. صوبايي حکومت وايي، امنیتي ځواکونو په بېلابېلو ځایونو کې عملیاتو ته دوام ورکړی دی او وسلوال حکومتي عملدارۍ چیلېنجولو ته نه پرېږدي.

سره درګه د لکي مروت ضلعې وروسته پاتې سیمه ده چې د بنو له جانيخېلو او هوېد سره پر پوله پرته ده. په دې ځای کې مروت، بېټني او جانيخېل او د شمالي وزیرستان ځينې قومونه اباد دي.

دا سیمينار په داسې حال کې شوی چې د نومبر پر ۱۳مه د جنوبي وزیرستان په واڼه کې د سیاسي ګوندونو د اتحاد تر مشرۍ لاندې زرګونه خلکو احتجاجي لاریون وکړ. دوی د پاکستان له ریاستي ادارو غوښتنه وکړه چې په سیمه کې دې امن پرځای کړي.

XS
SM
MD
LG