د لاسرسي ځای

تازه خبر

له افغانستان د بهرنيوو ځواکونو وتل پر قبايلي سيمو څه اغېز درلودلی شي؟


د ناټو تر چتر لاندې د امريکايي ځواکونو په مشرۍ د کېنيډا پوځيان الوتکې ته د ختو په حال کې
د ناټو تر چتر لاندې د امريکايي ځواکونو په مشرۍ د کېنيډا پوځيان الوتکې ته د ختو په حال کې

د قبايلي ضلعو ځينې استازي اندېښنه لري چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو بشپړ وتل به يوځل بيا دا سیمې د ترهګرۍ په مرکز بدلې کړي. له افغانستانه د امريکايي ځواکونو وتلو بهیر د مې له لومړۍ نېټې پېل شوی دی.

د پاکستان په پارليمان کې د شمالي وزیرستان استازي محسن داوړ د مې په درېيمه مشال رېډيو ته وويل چې د بهرنيوو ځواکونو تر وتلو وروسته به په افغانستان کې جګړه کوونکي طالبان د ځان قوي کولو لپاره بغېر له کومې ویرې په قبايلي سيمو کې خپلو خوندي ځايونو ته ځي راځي.

داسې ممکنه نه ده چې په افغانستان کې دې بدامني وي او موږ دې دلته محفوظه یو
محسن داوړ

هغه زیاته کړه: ''د ډيورنډ‌کرښې دواړو غاړو سيمو امن له يو بل سره تړلی دی. دا نه شي کیدای چې په افغانستان کې بدامني وي او په پاکستان کې خصوصا په قبايلي سيمو کې دې سوله وي. موږ له ډېرې مودې راهیسې ګورو دلته هدفي وژنې او حملې زیاتې شوي دي‌. نو موږ ویره لرو چې قبايلي سيمې به بیا د وسله والو د دمه ځای په توګه کاريږي."

د ناټو ځوکوانه په ۲۰۰۱ کال کې تر هغې وروسته افغانستان ته ورغلل چې طالبانو په نيويارک کې د بمي بريدونو زمه واري قبلوونکي، د القاعده وسله والې ډلې مشر اسامه بن لادن له سپارلو انکار وکړ. کله چې د طالبانو حکومت ختم شو نو ډيری وسله وال پاکستان ته کډه شول.

د دوی له تحريکه په الهام اخیستو په قبايلي سيمو کې ګڼې وسله والې ډلې مخې ته راغلي چې په ۲۰۰۷ کال کې سره يوځای او تحريک طالبان پاکستان یې جوړ کړ. د نيويارک ټايمز ورځپاڼې ترمخه په سوات کې د ملا فضل الله وسله والو موازي حکومت جوړ کړی وو. البته وروسته د پاکستاني پوځيانو په بېلابېلو عملياتو او د پاکستاني طالبانو ترمنځ د بې اتفاقۍ له وجې دا تحريک کمزوری شو.

د ډرون بریدونو نشتون به د وسله والو ډلو وېره ختمه کړي او دوی به بیا قوي شي
سمیع یوسفزی

دې ډلې په ۲۰۲۰ کال کې خپل خواره واره ګروپونه راټول او د نور ولي‌مسيد په مشرۍ يې د تحريک طالبان پاکستان بیا زیات فعالولو کې اعلان وکړ.

د سرحدي او ریاستي امورو پارليماني سيکريټري او له خیبر ضلعې څخه د پاکستان د قامي‌اسمبلۍ غړي اقبال اپرېدي د مې په درېيمه د مشال رېډيو سره په خبرو کې د پاکستانيو طالبانو په داسې مهال پر بيا رايوځای کېدو چې بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي، اندېښنه وښوده.

هغه وويل: ''که په افغانستان کې امن وي نو دلته به زموږ په قبايلو کې هم امن وي. دا ممکنه ده چې په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو تر وتلو وروسته ګډوډي او بې امني زیاته شي چې له وجې به دا اور دې خوا ته هم را اوړي. حالات به دلته ډير خراب شي.''

امريکا د ۲۰۱۹ کال په فرورۍ کې د افغان طالبانو سره د سولې تر تړون مخکې پر هغوی هوايي بریدونه کول. همداراز یې د داعش او پاکستاني طالبانو مشران په ډرون بریدونه کې وژلي دي.

پر امنيتي مسايلو ژور نظر لرونکی خبریال، سميع يوسفزی وايي د هوايي بريدونو نشتوالی به پاکستان طالبانو، افغان طالبانو، داعش، القاعده، جندالله، لشکر طیبه او ګڼو نورو وسله والو ډلو ته د بيا قوي کېدو موقع برابره کړي. هغه د مې په درېيمه مشال رېډيو ته وويل چې په دې سره د پاکستان غرنۍ قبايلي سيمې يوځل بيا د وسله والو په خوندي ځايونو بدلېدلی شي.

دی زیاتوي: ''که تاسو وګورئ نو د پاکستاني طالبانو چې کوم لوی لوی قوماندانان او مشران وژل شوي دي، هغه د پاکستاني ځواکونو له خوا نه بلکې د امريکې د بې پايلټه الوتکو په حملو کې په نښه شوي دي. نو اوس به له دوی سره دا ویره نه وي. بله خبره دا ده چې په دې سيمه کې ګڼې نورې وسله والې ډلې هم شته دی چې د وخت او موقعې په انتظار دي. نو ځکه قبايلي سيمو ته د وسله والو د بېرته ورتګ چانس بېخي ډیر دی ځکه چې دوی هلته پخوانۍ اړیکې او د سیمې سره بلدتیا لري.))

د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي چې د دې کال تر سپتمبر مياشتې پورې به له افغانستانه د بهرنيوو ځواکونو وتل بشپړ شي خو د سيمې د امن او بشري حقونو د ساتنې لپاره به یې مرستې دوام ولري.

XS
SM
MD
LG