د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات کې مظاهرچیانو د ناامنيو د مخنيوي غوښتنه کړې ده


د تحریک انصاف په بلنه په مټه کې په سلګونو کسانو مظاهره وکړه.
د تحریک انصاف په بلنه په مټه کې په سلګونو کسانو مظاهره وکړه.

د خیبر پښتونخوا په سوات کې د پاکستان تحريک انصاف ګوند لخوا د جوړې شوې مظاهرې پر مهال په ضلع کې د زیاتېدونکيو ناامنيو د مخنيوي غوښتنه شوې ده.

دا غوښتنه په داسې کې حال شوې چې په خيبر پښتونخوا کې پخپله د تحریک انصاف حکومت دی او اعلا وزیر محمود خان د سوات اوسېدونکی دی.

د اکتوبر پر ۱۸مه په مټه چوک کې تر مظاهرې مخکې احتجاج کوونکي د محمود خان کور ته نېږدې ورغلل او د امن لپاره یې شعارونه ورکړل.

وزيراعلی محمود خان څو ځلې په بېلابېلو بیانونو کې ويلي چې پولیس او پوځ د وسله والو د مخنيوي لپاره کار کوي او د هغوی د کاميابۍ لپاره د ولس ملاتړ ضرروي دی.

د مټې تحصيل ناظم عبدالله خان مظاهرچيانو ته په وينا کې وويل چې حکومت دې د خلکو دا پوښتنه ځواب کړي چې وسلوال څنګه يو ځل بيا په دغه سيمه کې فعاله شول.؟

هغه غوښتنه وکړه چې کوم پوځيان چې د امنيت ښه کولو لپاره سوات ته ورغلي دي هغوی دې بېرته ولاړ شي ځکه چې د ده په خبره، هلته وار له مخه د ترهګرۍ ضد د پوليسو ځانګړی ځواک(سي ټي ډي) شته.

د ده په خبره:"راغلي پوځيان دې خپلو محا‌‌‌زونو ته واپس شي، دلته زموږ خپل پوليس شته، په پوليسو کې د ترهګرۍ د مخنيوي فورس (ځواک) شته او هر څه ورسره شته او موږ هم ورسره اوږه په اوږه ولاړ يو. تاسو (پوځ) خپلو محا‌زونو ته ولاړ شئ، موږ پوه شو او دا خلک (وسلوال)"‌

د مظاهرې يو ګډونوال د مټې اوسېدونکي ډاکټر سيد عدنان باچا مشال راډیو ته وويل چې دوی له رياست او ریاستي ادارو څخه يوازې امنیت غواړي. د ده په خبره: "بدبختي دا ده چې د پښتنو ټولې سيمې په نښه دي، دلته يو وار د ناامنيو څپه تېره شوې ده او يو وار بيا پښتانه په نښه کېږي."

مظاهرچيانو پر مرکزي حکومت هم غږ وکړ چې د امنيت لپاره دې له صوبايي چارواکو سره مرسته وکړي.

د وفاقي حکومت دريځ

د پاکستان د کورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناالله تر دې مخکې ويلي ول چې وفاقي حکومت د خيبر پښتونخوا له حکومت سره د امن راوستلو لپاره مرستې ته تيار دی خو صوبايي چارواکي هم بايد د سیاسي جلسو د انتظام پر ځای خپل پام د امنيت ښه کولو ته واړوي.

په سوات کې د وسلوالو طالبانو د مبینه شتون او حملو پرضد له اګست مياشتې راهيسې مظاهرې زیاتې شوې دي.
په سوات کې د وسلوالو طالبانو د مبینه شتون او حملو پرضد له اګست مياشتې راهيسې مظاهرې زیاتې شوې دي.

د پاکستان د دفاع وزير خواجه اصف د اکتوبر پر څلورمه عرب نيوز کلني کنفرانس ته په وينا کې ويلي ول چې په سوات کې د ترهګرۍ د مخنيوي لپاره د پوځي عملياتو پیلولو پلان نه لري. هغه زیاته کړې وه چې په خېبرپښتونخوا کې دا مهال حالات په قابو کې دي.

نوموړي دا هم ويلي ول چې دوی په خيبرپښتونخوا کې د مداخلت سوچ نه کوي او له سوله ييزو لارو مسله هوارول غواړي، البته د دفاع وزير وويل که د حالاتو قابو کولو لپاره د نورو قوتونو مرستې ته اړتيا پيدا شوه نو غور پرې کولی شي.

سوات او نورو سيمو کې لاريونونه

د خیبر پښتونخوا په سوات او نورو سیمو کې په دې وروستیو کې ناامني زیاته شوې او په هدفي وژنو کې یو شمېر خلک په نښه شوي دي. عام خلک دا وېره لري چې ګینې د تحریک طالبان پاکستان سره تړلي وسله وال سوات ته راستانه شوي او هلته د یو بل جنګ د پیلېدو وېره لیدل کېږي.

په سوات کې خلکو د اګست له مياشتې راهیسې په بېلابېلو لاریونونو کې ويل چې په غرونو کې وسله وال ښکاره شوي دي. تر دې ووروسته پوځ وويل چې په ملاکنډ کې به عمليات کوي او په زرګونو امنيتي سرتیري یې ځای پر ځای کړي دي.

هغه مهال پر ټولنيزو رسنيو داسې اندېښنې خپرې شوې چې دغه وسلوال د پاکستاني حکومت او تحريک طالبان پاکستان د مذاکراتو په نتيجه کې سوات ته تللي دي. خو د خیبر پښتونخوا د وزیراعلا د اطلاعاتو سلاکار او د حکومت د مذاکراتي پلاوي مشر بیرسټر محمد علي سېف هغه مهال مشال راډيو ته ويلي وو چې "وسله والو ته غلط فهمي شوې وه او هغوی ته دا پيغام ورکړل شو چې له دغو غرونو په شا شي" چې د هغه په وينا همداسې وشول.

XS
SM
MD
LG