د لاسرسي ځای

تازه خبر

له چین سره په یووان راکړه ورکړه پاکستان ته ګټه لري او که تاوان؟


پاکستان او چین پرېکړه کړې چې اوس به یې تجارت د ډالرو په ځای په یوان کې کېږي: انځور د ورېښم لاره ښيي.
پاکستان او چین پرېکړه کړې چې اوس به یې تجارت د ډالرو په ځای په یوان کې کېږي: انځور د ورېښم لاره ښيي.

د پاکستان دولتي بانک وايي، اسلام اباد او بیجنګ یو یادښت لاسلیک کړی چې له مخې به یې د دواړو هېوادونو مرکزي بانکونه د امریکايي ډالر پر ځای په چینایي پیسو یووان راکړه ورکړه کوي.

بانک د نومبر پر دویمه په بیان کې ویلي دي چې د دواړو هېوادونو ترمینځ دا یادښت بیجنګ ته د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د پاکستان پلاوي د سفر پر مهال لاسلیک شوی دی.

د اقتصادي چارو شنونکي وايي، دا نوی ګام اسلام اباد ته د بهرنیو پورونو پرې کولو موقع ورکوي.

په کراچۍ کې مېشت د اقتصادي چارو پوه خبریال وکیل الرحمان د نومبر پر درېیمه مشال راډیو ته وویل، دا اقدام له بهرنیو هېوادونو څخه د پورونو په ترلاسه کولو کې هم مرسته کوي. "پاکستان ته به ځکه اسانه شي چې په ډالرو کې د پورونو ترلاسه کول ستونزمن وي. د دې ترڅنګ اوس به چین په خپلو بانکونو کې پاکستانیو سوداګرو ته په یووان کرنسۍ کې [حسابونه یا] اکاونټونه خلاص کړي. که د پاکستان سټېټ بینک هم د دې کار اجازه ورکړي نو دا به د سوداګرو لپاره ډېر ګټور ګام وي."

وکیل الرحمان وړاندې وویل، له دې سره به پاکستان ته دا ګټه ورسي چې هره ورځ یا هره میاشت چې به یې د چین سره د تجارت لپاره څومره ډالر له هېواده بهر لېږدول، هغه به اوس پر ځای پاتې شي. هغه زیاته کړه چې دا به له پاکستان سره په راتلونکې کې له چینه د نورو پورونو په ترلاسه کولو کې هم مرسته وکړي.

د اقتصادي چارو پوهان دا هم وايي چې که دا ګام لا مخکې اخېستل شوی وای او پاکستان د چین ترڅنګ له نورو ګاونډیو هېوادونو سره هم په خپلو پیسو کې راکړه ورکړه کولی نو ګټه به یې ډېره وه.

په کراچۍ کې د بهرنیو اسعارو د تبادلې د ټولنې مشر ملک بوستان وايي، که دا یادښت په معاهده بدل شي او عملي شي نو د ډالرو پر وړاندې به د پاکستانۍ روپۍ ارزښت هم ورسره ښه شي. "له دې سره به د ډالرو مخ په بره روان ارزښت کنټرول شي او د پاکستاني روپۍ د غورځېدو مخه به هم ونیول شي."

ایا د پاکستان اقتصادي وضعيت په ښه کېدو دی؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:24:47 0:00

خو د اقتصادي چارو یو بل شنونکی مزمل اسلم چې د پاکستان د پخواني وزیر اعظم عمران خان د اقتصادي چارو سلاکار هم پاتې شوی، د ملک بوستان له څرګندونو سره همغږی نه دی او وايي چې له چین سره په یووان کې تجارت کول پاکستان ته هېڅ ګټه نه رسوي.

ده مشال راډیو ته وویل چې "زموږ لپاره دا پرېکړه هېڅ ګټه نه لري، ګټه یې ټوله چین ته رسي چې د یووان ارزښت ورسره ښه کېږي."

مزمل اسلم زیاته کړه چې اوس به پاکستان د ډالرو ترڅنګ یووان ته هم اړتیا لري.

هلته په کراچۍ کې د کاروباري او اقتصادي چارو پوهنځي (بزنس ایډمنسټرېشن انسټیټیوټ) مشر ډاکټر اکبر زیدي د نومبر پر درېیمه په کراچۍ پوهنتون کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل، پاکستان باید دا ومني چې په اقتصادي لحاظ په "بشپړ ډول ناکامه" شوی او هغه ورځ لیرې نه ده چې چین ووايي چې د ګوادر ترڅنګ کراچۍ بندر هم د هغوی دی. "چین د پاکستان تر ټولو لوی ملګری هېواد ګڼل کېږي خو داسې نه ده ځکه چې هر هېواد د خپلې ګټې لپاره کار کوي. چین که پاکستان ته تر ټولو زیات پورونه ورکوي نو خپله ګټه یې ده او هغه ورځ لیرې نه ده چې هغوی ووايي چې د ګوادر [بندر] ترڅنګ کراچۍ هم زموږ دی او مکران هم زموږ دی. چینایان داسې سوداګانې کوي."

اکبر زیدي وايي، پاکستان له اقتصادي پلوه یو کمزوری هېواد دی او دا څرګنده نه ده چې دا یادښت به په تړون بدل شي که نه؟

خو د پاکستان دولتي بانک ویلي، په یووان له ورکړې راکړې سره به د چین او پاکستان ترمینځ کاروباري چارې خورا اسانه شي او دا چې دا کار د دواړو هېوادونو اقتصاد ته ګټه رسوي.

XS
SM
MD
LG