د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان خبریالانو سازمان د ارشد شریف د وژنې پلټنو غوښتنه کړې ده.


خبریال ارشد شريف په دې وروستيو کې د اې ار وايي‌نيوز سره کار کړی وو
خبریال ارشد شريف په دې وروستيو کې د اې ار وايي‌نيوز سره کار کړی وو

د پاکستان د خبریالانو وفاقي سازمان (پي اېف یو جې) په کینیا کې د نومیالي پاکستاني خبريال ارشد شريف د وژنې د پلټنې غوښتنه کړې ده.

دا تر هغې وروسته ده چې د شریف ښځې جوېریې صديق د اکتوبر پر ۲۴مه نېټه د شپې شاواخوا دوه نيمې بجې پر خپله ټوېټر پاڼه ليکلي چې د پوليسو په وينا، ارشد شريف وژل شوی دی.

هغې ليکلي، "نن ما خپل ملګری، مېړه او د خوښې خبريال وبايله. د پوليسو په وينا، هغه وژل شوی دی. مهرباني وکړئ زموږ د شخصي ژوند درناوی وکړئ. زموږ د کورنۍ انځورونه، شخصي معلومات او د هغه د روغتون وروستي تصوير مه خپروئ."

د شریف ښځې دا نه دي ویلي چې هغې ته د پاکستان او که د کینیا پولیسو دا خبره کړې ده.

خو د کینیا یوې ورځپاڼې دي سټار د پولیسو یوه افسر له خولې ویلي دي چې "د ډزو په یوه پېښه کې د پېژندګلوۍ یا شناخت غلطۍ له وجې یو خبریال وژل شوی دی."

د پولیسو هغه افسر چې نوم یې نه دی ښوول شوی، ورځپاڼې ته ویلي دي چې په دې اړه به نور معلومات وروسته خپاره کړي.

تر دې وړاندې پر ټولنيزو رسنيو په کينيا کې د ارشد شريف د وژنې ناتاييد شوی خبر خپرېده. نوموړي پخوا له شخصي ټېلېوېژن اې ار وای نیوز سره کار کاوه او هم دې چېنل خبر ورکړ چې ارشد شريف په کينيا کې په ډزو وژل شوی دی. د چېنل مشر سلمان اقبال هم پر ټوېټر د هغه پر وژنه خفګان وښود او و يې ليکل چې د دې خبر پر اورېدو يې باور نه شي.

د پاکستان ګڼو خبريالانو، مدني فعالانو او سياستوالانو پر ټولنيزو رسنيو د ارشد شريف پر وژنه خفګان څرګند کړی او د هغه د مرګ او ژوند پر بېلابېلو اړخونو خبرې کوي.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف او ولسمشر ډاکټر عارف علوي د اکتوبر پر ۲۴مه نېټه پر ټوېټر د ارشد شريف پر مرګ خواشیني ښوولې ده.

د پلټنو غوښتنه

د پاکستان د خبریالانو د وفاقي سازمان مشر د شریف د وژنې د پلټنو غوښتنه کړې ده.

شهزاده ذوالفقار د اکتوبر پر ۲۴مه مشال راډیو ته وویل چې شریف په وروستیو کې خپل ژوند ته د خطر په اړه څرګندونې کړې وې چې له وجې یې خبریالان "تشویش لري" نو ځکه پلټنې اړینې دي.

په پېښور کې خبریال او شنونکی شمیم شاهد هم وايي چې د شریف د وژنې پلټنې په کار دي خو دا کار باید "یوه خپلواکه او بې پلوه" سازمان یا اداره وکړي. "ملګرو ملتونو ته د دې پلټنې په کار دي ځکه چې دا ډېره لویه پېښه ده او ډېر لوی نوم [لرونکی] خبریال وژل شوی دی. ارشد شریف لومړی پاکستانی ژورنالېسټ نه دی چې ووژل شو. تر دې وړاندې [سید] سلیم شهزاد وژل شوی وو، حیات الله، موسا خانخېل او ډېر نور خبریالان وژل شوي، خو پلټنې یې نه دي شوي."

ارشد شريف تر هغې وروسته پاکستان پرېښود کله چې ورباندې د "غدارۍ" مقدمه جوړه شوه. پر نوموړي او د اې ار وای پر نورو کارکوونکیو د اګست پر اتمه نېټه د کراچۍ د ملير په مېمن ګوټ کې مقدمه درج شوه چې پکې تور پورې شوی وو چې په خپرونه کې يې د تحریک انصاف يو مخکښ شهباز ګېل ته موقع ورکړه چې د پاکستان پوځ پرضد څرګندونې وکړي.

تر دې وروسته شهباز ګل هم ونيول شو چې بیا څه موده وروسته عدالت په ضمانت خوشې کړ خو په همدې حال کې اې ار وای ټېلېوېژن ارشد شريف له دندې ګوښه کړ چې بیا څه موده پس دوبۍ ته ولاړ. د پاکستان مطبوعات وايي چې نوموړی څو ورځې وړاندې په لندن کې ليدل شوی وو.

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت د اکتوبر پر ۲۴مه ويلي چې په کينيا کې يې د هغه هېواد سفارت ته ويلي چې د ارشد شريف د مرګ په اړه دې معلومات وکړي. د کينيا حکومت په رسمي توګه د پېښې په اړه لا څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG