د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان خبریالانو وفاقي اتحادیې "د خبریالانو د خاموشه کولو کوښښ" غندلی


حامد مير پر جيو نیوز ټيليويژن کيپيټل ټاک پروګرام کوي - انځور له ارشیفه
حامد مير پر جيو نیوز ټيليويژن کيپيټل ټاک پروګرام کوي - انځور له ارشیفه

د پاکستان د خبریالانو سازمان په مبینه توګه د تحریک انصاف د غړيو له خوا د خبریالانو حامد مير او عاصمه شېرازي د کورونو مخې ته د پلان شوي احتجاجونو اقدام غندلی دی.

د پاکستان خبریالانو وفاقي اتحادیې (پاکستان فيډرل يونېن اف جرنلسټس) د اپرېل پر ۱۷مه نېټه په یو بیان کې ويلي چې له بده مرغه تحریک انصاف خبریالانو ته په دړکو ورکولو سره هغوی خاموشه او متنازعه کوي. دوی د خاموشه کولو دا کوښښ غندلی دی.

دا خبره له هغه وروسته پر ټولنيزو رسنيو په تېره پر ټويټر په ډېر شدت سره راپورته شوه چې کله په مبینه توګه د تحريک انصاف له خوا د حامد مير او عاصمه شېرازي د کورونو مخې ته د مظاهرو يو اعلان خپور شو. په دې اعلان کې د مظاهرې وخت د اپرېل ۱۷مه ټاکل شوی وو او د حامد مير د کور پته هم پکې ليکل شوې وه.

د پاکستان یوشمېر سياسي ګوندونو، د خبریالانو سازمانونو او مدني فعالانو په دې خپګان وښود او د حامد مير او عاصمه شېرازي سره يې د يووالي څرګندونه وکړه.

که له خبریاله شکایت لرئ چې ستاسو پر ضد بيانيه جوړوي نوعدالت ته تللی شئ
شهزاده ذوالفقار

د پاکستان د خبريالانو سازمان مشر شهزاده ذوالفقار د اپرېل پر ۱۸مه نېټه مشال راډيو ته وويل چې که تحريک انصاف دا فکر کوي چې خبريالان د دوی پرضد خبرې کوي نو پکار ده د هغوی پرضد د هغوی د کورونو مخې ته د مظاهرو پر ځای نورې قانوني لارې خپلې کړي. "دا داسې پارټۍ (تحريک انصاف) ده چې تنقيد بلکل نه زغمي. که يو څوک ستاسو پرضد بیانيه جوړوي نو پکار ده تاسو يې پرضد عدالت، د خبريالانو سازمانونو، پريس کلب یا د رسنيو مالکانو سره شکايت درج کړئ او په اسمبلۍ کې يې راپورته کړئ."

د اپرېل پر ۱۰مه نېټه د عدم اعتماد له لارې د عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف د حکومت ختمېدو وروسته د خبريالانو پرضد د دې ګوند د مشرانو او ملاتړو غصه زیاته شوې ده. له واک څخه د لیرې کېدو وروسته عمران خان په پېښور او کراچۍ کې جلسې کړي چې پر دې مهال ځینو خبريالانو شکایت کړی چې دوی ځورول شوي دي.

د دې يوه بېلګه د اپرېل پر ۱۷مه نېټه د کراچۍ په جلسه کې د دوو خبريالانو ځورونه ده. پر ټولنيزو رسنيو خپرو شويو ويډيوګانو کې ښکاري چې جلسې ګډونوال د سما ټېلېويژن پر يوې خبریالې د هغې د راپور ورکولو په وخت بوتلونه غورځوي. په بله ويډيو کې يو بل خبريال چاند نواب ښکاري چې د جلسې ګډونوال ورباندې ملنډې وهي او رپورټ جوړولو ته يې نه پرېږدي.

د اپرېل پر ۱۶مه نېټه هم پر ټويټر پاڼه يوه بله ويډيو خپره شوه چې پکې په ظاهره د تحريک انصاف يو ملاتړی په پښتو کې د ګوند پر غړيو ږغ کوي چې خبريالان دې ووژني. دی ادعا کوي چې خبريالان د عمران خان خلاف دي. د ويډيو جوړولو پر مهال دغه سړي خپل مخ په سپین څادر پټ کړی وي.

له دې وروسته خيبريونين اف جرنلټس د دې ويډيو پر خپرېدو اندېښنه وښوله او وې ویل چې پرضد به يې کاروايي کوي. خو بیا څو ساعته وروسته یوه بله ويډيو خپره شوه چې ويل کېږي هم دا سړی دی چې پکې له خبريالانو بخښنه غواړي.

په دې ويډيو کې دا کس پېژندل کېږي او په ظاهره ښکاري چې يو بل څوک ورباندې دا ويډيو جوړوي. دی وايي چې دا خبره يې په خوبولي حالت کې کړې ده. "زه له خپلو خبريالانو وروڼو، ادارو او نورو ادارو څخه معافي غواړم. زه له خوبه راپاڅېدم او زما دماغ کار نه دی کړی چې ما څه ويلي دي او څه نه. زه په خپلو خبرو ډېر خپه یم او بل ځل به داسې ويډيو نه جوړوم."

پر ټولنيزو رسنيو په مبینه توګه د تحريک انصاف د غړيو له خوا حامد مير، عاصمه شېرازي، سليم صافي او نورو خبريالانو ته د دغسې دړکو ورکولو ته د ګوند يو مشر او د مذهبي چارو پخوانی وزیر نورالحق قادري د ردعمل نوم ورکوي.

نوموړي د اپرېل پر ۱۸مه مشال راډيو سره د مرکې پر مهال ادعا وکړه چې د پاکستان خبريالان او رسنۍ د عمران خان خلاف د ده په وينا بې اساسه رپورټونه جوړوي. دی د خبریالانو د کورونو مخې ته د مظاهرې اقدام مناسب نه ګڼي البته پر دې خبره ټينګار کوي چې دا غبرګون دی. "دا د مخصوصه ځوانانو ردعمل دی ځکه چې د هر عمل ردعمل وي. ردعمل د دې خبرې دی چې خبريالان د ځوانانو پر محبوب مشر (عمران خان) داسې تورونه لګوي چې هغه غیر اخلاقي دي."

د حامد مير او عاصمه شېرازي د کور مخې ته احتجاجونه پر اعلان شوي وخت ونه شول البته حامد مير د اپرېل پر ۱۷مه نېټه پر ټويټر پاڼه وليکل چې د هغه سرهد يووالي لپاره يو شمېر خبریالان کور ته ورغلي دي.

پر ټولنيزو رسنيو د بحث تودېدو وروسته د واکمن ګوند مسلم ليګ نواز ویاندې مريم اورنګزيب پر ټويټر وليکل چې د حامد مير، عاصمه شېرازي او سلیم صافي د کورونو مخې د بدمعاشي کوونکيو پر ضد به سخت اقدامات کوي. هغې زیاته کړه چې د اسلام اباد پوليسو مشر او نورو اړونده ادارو ته يې په دې اړه امر ورکړی او هيڅ بدمعاشي نه مني.

مريم اورنګزيب ليکي چې له تېرو څلورو کلونو راهيسې د خبریالانو د غلې کولو، په ګوليو د ويشتلو، پروګرام او چېنل تړلو، زندانونو ته د اچولو د عمران خان د تور دور نور پای ته رسېدلی دی.

XS
SM
MD
LG