د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سوریې لنډمهالي ولسمشر پر هېوادوالو د "یووالي" ټینګار کړی دی


په دمشق کې ګڼ خلک د اسد رژیم ړنګېدو په مناسبت د ښار یوې مرکزي څلورلارې ته ورغونډ شوي - د ډېسېمبر اتمې انځور.
په دمشق کې ګڼ خلک د اسد رژیم ړنګېدو په مناسبت د ښار یوې مرکزي څلورلارې ته ورغونډ شوي - د ډېسېمبر اتمې انځور.

په سوریه (شام) کې د احمد الشرع په مشرۍ د پخواني ولسمشر بشار الاسد د رژیم نسکورولو یو کال پوره شو.

لنډمهالی ولسمشر الشرع د ډېسېمبر پر اتمه د دې ورځې په مناسبت په دمشق کې تاریخي اموي جومات ته ولاړ او خلکو ته یې په وینا کې پر یووالي ټینګار وکړ. "په اوسني پړاو کې د ټولو خلکو د هڅو یووالي ته اړتیا ده چې یوه پیاوړې سوریه جوړه، ثبات یې ټینګ او حاکمیت یې خوندي شي."

د اسد رژیم ړنګېدو په مناسبت زرګونه کسان د دمشق لارو، کوڅو او سړکونو ته وروتلي ول او له سهار وختي څخه یې جشنونه او خوشالۍ کولې.

په دې ترڅ کې په پلازمېنه کې پوځیانو پرېډ (رسم ګذشت) وکړ چې ګڼو خلکو یې ننداره وکړه.

د الشرع په مشرۍ د هیت تحریر الشام ځواکونو د ۲۰۲۴ز کال د ډېسېمبر پر اتمه تر سختو نښتو وروسته د پخواني ولسمشر بشار الاسد رژیم ړنګ کړ او د هغه د کورنۍ ۵۰ کلنه واکمني یې ختمه کړه.

په دمشق کې حکومتي ځواکونه د اسد رژیم ړنګېدو کال پوره کېدو په مناسبت پرېډ کوي - د ډېسېمبر اتمې انځور.
په دمشق کې حکومتي ځواکونه د اسد رژیم ړنګېدو کال پوره کېدو په مناسبت پرېډ کوي - د ډېسېمبر اتمې انځور.

بشار الاسد تر خپل پلار حافظ اسد وروسته د ۲۰۰۰ز کال په جولای کې واک ته ورسېد او د ۲۰۲۴ز کال تر ډېسېمبر پورې د سوریې ولسمشر وو. د هغه په واکمنۍ کې سوریه له ۱۳ کلنې شدیدې کورنۍ جګړې تېره شوه.

د بشري حقونو د څار بېلابېلو ډلو ویلي دي چې په سوریه کې د کورنۍ جګړې له پیل څخه د ۲۰۲۵ز کال تر مارچ پورې لږ تر لږه ۶۵۰،۰۰۰ کسان وژل شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د نومبر پر اوومه احمد الشرع د نړیوالو ترهګرو د بندیزونو له نوملړه لیرې کړ. واشنګټن د شرع، چې پخوا د ابو محمد الجولاني په نوم پېژندل کېده، د ګرفتارۍ یا وژلو پر سر ۱۰ مېلیونه ډالره انعام اعلان کړی وو. نوموړي د نومبر پر ۱۰مه په سپینه ماڼۍ کې له امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ سره ولیدل.

امریکا او اروپايي ټولنه د الشرع په مشرۍ د حکومت ملاتړ کوي او ورسره یې په بیارغونه او نورو برخو کې د مرستو ژمنه هم کړې ده.

XS
SM
MD
LG