د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا وايي، د پاکستان له سېلاب ځپلو سره مرستو ته تیاره ده


 امریکا مرستو ته د چمتووالي اعلان په داسې حال کې کړی چې په پاکستان کې د راغلیو سېلابونو له کبله د مرګ ژوبلې زیاتېدو لړۍ روانه ده
امریکا مرستو ته د چمتووالي اعلان په داسې حال کې کړی چې په پاکستان کې د راغلیو سېلابونو له کبله د مرګ ژوبلې زیاتېدو لړۍ روانه ده

امریکايي چارواکي وايي، هغوی چمتو دي چې د پاکستان په سېلاب ځپلو سیمو کې، د مرستو په نړیوالو هڅو کې برخه واخلي.

د امریکا دفاعي چارو ادارې (ډي او ډي) د سېپټمبر پر دویمه وویل چې مرکزي قومانده د دې معلومولو لپاره اسلام اباد ته د ارزونې یوه ډله استوي چې دفاع وزارت کومې ممکنه مرستې برابرولای شي.

د یادې ادارې ویاند کرنل جو بوکینو وايي، دا پرېکړه له هغې وروسته شوې چې د سېپټېمبر پر لومړۍ نېټه د امریکا د مرکزي قوماندې مشر جنرال اېريک کوريلا د پاکستاني پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره پر ټلیفون خبرې وکړې.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د راغلیو سېلابونو له کبله د مرګ ژوبلې زیاتېدو لړۍ روانه ده.

د قدرتي افتونو پر وخت د انتظام وفاقي ادارې ویلي چې د سېپټمبر دویمې تر پایه په ملک کې په مجموعي توګه له سېلاب څخه د مړو شمېر ۱۲۶۵ ته رسېدلی دی.

یادې ادارې په خپل ورځني رپورټ کې ویلي چې تر اوسه په وژل شوو کې ۵۵۷ نارینه، ۲۵۸ ښځې او ۴۴۱ ماشومان شامل دي.

رپورټ زیاتوي چې د سېپټمبر پر دویمه ۳۲۰۶۸۰ کورونه زیانمن شوي چې ۱۵۶۶۴۹ پکې په مکمله توګه ړنګ شوي او ۱۶۴۰۳۱ ته پکې په جزوي توګه زیان رسېدلی دی.

د رپورټ په وینا، د سېلاب له کبله د سېپټمبر پر دویمه ۵۰۰ کلومیټره سړک وران شوی او ۳۷۶۶ څاروي هم مړه شوي دي.

د قدرتي افتونو پر وخت د انتظام وفاقي ادارې په وینا، سېلاب تر اوسه په مجموعي توګه نژدې ۱۴ لاکه او ۳۰ کورونه متاثره کړي دي.

د دې تر څنګ سېلاب د ملک په یو شمېر سیمو کې د بجلۍ او ګېس د رسد نظام ته هم زیانونه رسولي چې له کبله یې د خلکو ستونزې لا زیاتې شوې دي.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د سېپټمبر پر درېیمه پر ټویټر ولیکل چې د سېلاب له کبله په بلوچستان، سیند او خیبر پښتونخوا کې ډېر زیان رسېدلی دی.

نوموړي زیاته کړې چې په دې سېلاب ځپلو سیمو کې د بجلۍ بحالي یوه جدي ننګونه وه خو د ده په وینا، د اړوند چارواکو مننه کوي چې خلکو ته یې د بجلۍ رسد باوري کړی دی.

په پاکستان کې د سږ کال پشکال یا وسې بارانونه له جون میاشتې پیل شوي چې تر ټولو زیات یې سیند، خیبر پښتونخوا او بلوچستان زیات ځپلي دي.

روغتیاپالانو د پاکستان په سېلاب ځپلو سیمو کې د ناروغیو خپرېدو وېره څرګنده کړې.

د نړۍ یو شمېر هیوادونو نه یوازې له پاکستان سره غمرازي کړې بلکې د مرستو اعلانونه یې هم کړي چې له ځینو هیوادونو څخه مرستې وار له مخه پاکستان ته رسېدلې هم دي.

ملګرو ملتونو هم په پاکستان کې له سيلاب ځپلو سره د بېړنیو مرستو لپاره د ۱۶۰ میلیونه امريکايي ډالرو خواست کړی دی.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش د اګست پر ۳۰مه په ویډیويي پيغام کې ویلي وو چې د اقلیمي ناورین له کبله په پاکستان کې اغېزمن شوي میلیونونه خلک د نړۍ شریک پام او لومړیتوب ته اړتيا لري.

خو د پاکستان وفاقي حکومت وايي چې د سږنیو سېلابونو له کبله یوازې تر اوسه د ملک اقتصاد ته د ۱۰ اربه ډالرو زیان رسېدلی دی.

XS
SM
MD
LG