د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوڅ او سيندۍ وسله والې ډلې ولې چينایان په نښه کوي؟


په کراچۍ کې د ۲۰۲۱ز کال د مارچ پر نهمه نېټه پر يوه چينايي وګړي تر بريد وروسته منظر-عکس له ارشېف
په کراچۍ کې د ۲۰۲۱ز کال د مارچ پر نهمه نېټه پر يوه چينايي وګړي تر بريد وروسته منظر-عکس له ارشېف

بیجنګ د بلوچستان په ګوادر ضلع کې د چينایانو پر يوه قافله تر ځانمرګي بريد وروسته، پر اسلام اباد غږ کړی چې د پېښې دې بشپړه پلټنې وکړي او عاملينو ته دې سزا ورکړي.

د پاکستان داخله وزارت په يوه بیان کې ويلي چې د اګست پر ۲۰مه نېټه د ګوادر اېکسپرېس های وې پروژې پر چينايي کارکوونکو ځانمرګی بريد شوی چې پکې يو چينایی انجینر ټپي شوی. د چارواکو په وينا، په حمله کې دوه ماشومان وژل شوي او دوه زخميان هم دي.

تر حملې وروسته په اسلام اباد کې د چين سفارت په يو بیان کې د پېښې غندنه کړې او د پاکستان له حکومته يې غوښتي چې د ټپيانو د مناسب علاج ترڅنګ دې د پېښې بشپړ تحقيقات وکړي او عاملينو ته دې سزا ورکړي.

په اعلاميه کې غوښتنه شوې چې د پاکستان ټولې اړونده ادارې دې د چينايي وګړو د امنيت ښه کولو لپاره ګړندي ګامونه پورته کړي.

د پاکستان داخله وزارت بیان کې ویل شوي چې پاکستان او چين د خپل ولس لپاره په بېلابېلو څانګو کې همکاري کوي او دواړه هېوادونه په ورپېښو خطرونو پوهېږي.

بلوڅ بېلتونپاله وسله والې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي پر ټوېټر په بیان کې د بريد ذمه واري منلې ده. له هغه وخت راهیسې چې په پاکستان کې د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ پر پرمختيايي پروژو کار پیل شوی ورسره پر چينايي وګړو هم بريدونه زیات شوي دي.

د وسله والو يو هدف دا دی چې چيني وګړو باندې بريد به دوی ته نړيوال شهرت ورکړي او دا خبرونه به په نړيوالو رسنیو کې خپاره شي
عدنان عامر

د جولای پر ۱۴مه د خيبر پښتونخوا په بر کوهستان کې پر یوه بس کې چاودنې لږ تر لږه نهه چينايان او درې پاکستاني وګړي وژلي ول. په نښه شویو کسانو د داسو ډېم د برېښنا جوړونې پر پروژې کار کاوه.

خو پر چينيانو د زیاتره بريدونه ذمه واري بلوڅ او سيند وسله والو ډلو اخيستې دي. په بلوچستان کې له تېرو شاوخوا ۱۵کلونو راهيسې بلوڅ بېلتونپالې ډلې د پاکستان پرضد وسله واله جګړه کوي.

خو بلوڅ وسله وال ولې چينيايي وګړي په نښه کوي؟

د دې په ځواب کې په اسلام اباد کې څېړونکی عدنان عامر وايي چې دغه ډلې له بريدونو ځينې هدفونه ترلاسه کول غواړي.

نوموړي د اګست پر ۲۱مه نېټه مشال راډیو ته وويل چې د وسله والو يو هدف دا دی چې چينايي وګړو باندې بريد به دوی ته نړيوال شهرت ورکړي او دا خبرونه به په نړيوالو رسنیو کې خپاره شي او بل هدف يې دا دی چې د پاکستان حکومت له خوا ورکړل شوی هغه تاثر له مينځه يوسي چې ګواکې د خپلمنځي اختلافاتو له کبله وسله وال پیاوړې نه دي.

عدنان عامر زياتوي چې د وسله والو د بريدونه بل مقصد دا هم دی چې بهرنيان په بلوچستان کې د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ (سيپېک) کې له پانګې اچونې ليرې وساتي.

د سيپېک پروژو ګټي به قبايلي ضلعو ته هم رسيږي: ډاکټر لياقت
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:34 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

نوموړی وايي چې بلوڅ وسله وال چې په خپلو وسايلو واک غواړي فکر کوي چې چين هم له پاکستاني ایسټیبلېشمنټ سره ملګری دی.

له بلوچستان سره څېرمه په سيند صوبه کې هم د سيند ملتپالو وسله والې ډلې فعاله دي چې له پاکستانه خپلواکي غواړي. دوی د ۲۰۲۰ز کال د ډېسېمبر په مياشت کې په کراچۍ کې په يو چينايي رستوران او وروسته يې د ګاډو پر شوروم د بريد ذمه واري منلې وه. په برید کې دوه چينايان وژل شوي ول.

د سيندو دېش ارمي په نوم وسله والې ډلې د بريدونو ذمه واري منلو پر مهال تور پورې کړی وو چې پاکستان او چين په ګډه د سيپېک پروژو له مخې د دوی پر وسايلو او مځکو قبضه کول غواړي.

د پاکستان حکومت پر هند او نورو هېوادونو تور پورې کوي چې په وينا يې د چين پاکستان اقتصادي راهدرۍ پر پروژو د بريدونو شاته لاس لري.

پاکستان تل ويلي چې د دې راهدارۍ له مخې به په بلوچستان او سيند کې پرمختيايي کارونه وشي چې په نتيجه به يې د دې صوبو ترڅنګ په پاکستان کې مالي سوکالي او خوشالي راشي.

چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ له مخې د پاکستان په مختلفو صوبو او سيمو کې سړکونه، اقتصادي زونونه، رېل ګاډو پټلۍ او بندرونه جوړېږي.

په کراچۍ کې مېشت خبريال ضیا الرحمان وايي چې د سيند اقتصادي راهدارۍ پرضد لومړی سیندیو ملتپالو غږ پورته کړی وو او وروسته بلوڅانو هم اندېښنې وښوولې.

د پاکستان حکومت پر هند تور پورې کوي چې د چين پاکستان اقتصادي راهدرۍ پر پروژو د بريدونو شاته لاس لري. خو هند دا تورونه تل رد کړي.

د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزیر فواد چودري وايي چې پر ترهګريزو بریدونو سربېره هم د اقتصادي راهدارۍ دوه برخې بشپړې شوې دي او پر درېیمه برخه چې په اقتصادي زونونو مشتمله ده دا مهال "په چټکۍ" کار روان دي. نوموړي ويلي چې د سيپېک پروژې افغانستان او مرکزي اسیايي هیوادونو ته هم غځول کېږي.

XS
SM
MD
LG