د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر پاکستان د جنرل ضياالحق د کودتا اثرات


د پاکستان پخوانی پوځي مشر، جنرل ضياالحق
د پاکستان پخوانی پوځي مشر، جنرل ضياالحق

د جولايي په پنځمه په پاکستان کې د جنرل ضیا الحق د مارشل لا د نفاذ ۴۳ کاله پوره شول. نوموړي په ۱۹۸۸م کال کې تر مرګه پورې د پوځ مشري او د هېواد واکمني په خپلو لاسو کې ساتلې وه.

د ۱۹۷۷م کال د جولايي په پنځمه د پوځ مشر جنرل ضیاءالحق د منتخب وزیراعظم ذولفقارعلي بوټو حکومت نسکور کړ او په هېواد کې یې د مارشل په لګولو پوځي واکمني اعلان کړه. هغه د قتل په یوه متنازعه مقدمه کې بوټو ته د عدالت لخوا پانسي ورکړه او په هېواد کې یې یو داسې نظام رامنځ ته کړ چې د څیړونکیو په نظر تر اوسه یې دا هېواد د بدو اثراتو لاندې دی.

ضیاالحق سیاسي ګوندونه يووالي ته نه پريښودل. د هغه د راتګ سره مذهبي ډلو ډېر اثر رسوخ پېدا کړ
ډاکټر سرفراز خان

په دې هکله په پېښور پوهنتون کې د سیمه ییزو چارو د څانګې مشر پروفیسر ډاکټر سرفراز خان وايي جنرل ضیا الحق د خپلې واکمنۍ د دوام لپاره ټولنه په بېلا بېلو نومونو وویشله.

هغه د جولايي په پينځمه مشال راډيو ته وويل: ((ضیا خو ډکټیټر (پوځي امر) وو نو خلک یې متحد نه پرېښودل. سیاسي ګوندونه یې ماتول. خلک یې دلته د اسلام په نوم تشدد او فرقه واریت ته هڅول او د اسلام داسې یو د زور او ظلم تصور یې خلکو ته ورکړ چې د دې سپیڅلي دین له حقیقت سره تعلق نه لري. له دې وړاندې عامو خلکو ته دا خبرې نه وې معلومې چې شیعه څوک دی او سني څوک دی. دا راز مخکې د دیوبندي او بریلوي ترمنځ هم خلکو هیڅ فرق نه کاوه.))

د پاکستان وزیراعظم ذوالفقار علي بوټو چې جنرل ضيا الحق یې حکومت چپه کړ، دلته د هندي وزیراعظمې ايندراګارندي سره ښکاري
د پاکستان وزیراعظم ذوالفقار علي بوټو چې جنرل ضيا الحق یې حکومت چپه کړ، دلته د هندي وزیراعظمې ايندراګارندي سره ښکاري

ډاکټر سرفراز خان زیاتوي چې د ضیاالحق په واکمنۍ کې جمهوري قوتونه د سخت فشار لاندې ساتل کېدل خو مذهبي او فرقه ییزو ډلو ته هر ډول ازادي ورکړل شوې وه.

د جنرل ضيا الحق په وخت کې د پاکستان په ګاونډ افغانستان کې روسانو یرغل کړی وو. په ميليونونو افغانان پاکستان ته ته کډه شوله. په پېښور کې د پخوانيوو افغان مجاهدينو څو تنظيمونه وو. څيړونکي ډاکټر فضل الرحيم مروت په خپل کتاب (Muhajir to Mujahid) کې ليکلي چې دا مهال په پاکستان کې ديني مدرسې ډېرې شوې او ګڼ ځوانان سختدريځه شول.

سیاسي پارټۍ ډېرې کمزورې شوي. دوی د امریت خلاف په څرګنده نشي راوتلی.
افراسياب خټک

د پاکستان د انساني حقونو خپلواکه کمیشن مشرډاکټر مهدي حسن د جولای په پينځمه مشال راډيو ته وويل چې د ضیا الحق د واکمنۍ اثرات اوس هم پر پاکستان لیدل کېږي. ((موجوده پاکستان د محمد علي جناح پاکستان نه بلکې د جنرل ضیا پاکستان دی. که څه هم په دې هېواد کې مذهبي ډلې ډېر ولسي ملاتړ نه لري او په انتخاباتو کې اکثریت نشي ترلاسه کولی خو د جنرل ضیا له واکمنۍ سره دومره قوي شوې چې له هغې وروسته د ټولو حکومتونو تګلارې د اثر لاندې راولي. د پاکستان د جوړېدو نه پس جناح ویلي وو چې په دې هېواد کې به هر وګړی مذهبي ازادي لري خو تاسو وګورئ چې نن په پاکستان کې مذهبي اقلیتونه څومره ځورول کېږي. دا راز په بیا بیا آیین او قانون د پښولاندې کېږي خو جمهوري حکومتونه یې مخنیوی نشي کولی.))

په پاکستان کې د جنرل ضیاالحق د واکمنۍ نه پس څو واره بېلا بېل سیاسي ګوندونه په جمهوري حکومتونو جوړولو کې بریالي شول. دوی ولې تر اوسه له دې د هغه د دور اثرات نشي ختمولی؟

څيړونکی او سیاستوال افراسیاب خټک په دې اړه د جولای په پينځمه مشال راډيو ته وويل: (( سیاسي پارټۍ ډېرې کمزورې شوي. دوی د امریت خلاف په څرګنده نشي راوتلی. کومو غاصبانو چې د ضیاالحق له واکمنۍ سره د اقتدار واګې په لاسو کې اخیستي هغوی خو په سوالونو، منتونو، په دلیل او په منطق نه پوهیږي. د دوی خلاف به جدوجهد کول غواړي. نو ولسونو خو وخت په وخت په بېلابېلو ځايونو کې راپورته شوي چې د ګرانۍ، بې روزګارۍ او بدامنۍ خلاف احتجاجونه وکړي خو سیاسي ګوندونه د دې جوګه نه دي چې یو قوي قومي تحریک را اوچت کړي چې د جمهوریت د بحالۍ لپاره یو فېصله کن جدوجهد اوکړي.))

د ۱۹۸۸ کال د اګست په ۱۷مه د پنجاب صوبې بهاولپور سره نزدې د هوايي جهاز په یوه پېښه کې د مړینې سره د جنرل ضیاالحق څه د پاسه یوولس کلن امریت پای ته ورسېده.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG