د پاکستان ډان ورځپاڼې د چارشنبې پر ورځ په خپل يو رپورټ کې ليکي، ملګرو ملتونو چې د ترهګرو او ترهګرو ډلو او ادارو په اړه کوم فهرست ترتيب کړی دی په هغه کې له پاکستان څخه ۱۳۹ کسانو او ادارو نومونه هم شته.
د دې ترڅنګ پاکستان په خپله هم پر يوشمېر وسله والو ډلو بنديزونه لګولي دي.
د ۲۰۱۴ م کال د ډېسمبر پر ۱۶ م پر پېښور ارمي سکول بريد وشو چې پکې د ګڼ شمېر ماشومانو په ګډون نږدې دوه نيم سوه کسان و وژل شول.
له دې بريد وروسته د پاکستان پارلېمان د نېشنل اېکشن پلان په نوم دترهګرۍ ضد ۲۰ نکاتي پلان جوړ کړ.
خو ددې سربېره هم وخت پر وخت بريدونه کېږي.
پوښتنه داده چې د پاکستان د ترهګرۍ ضد تګلاره څومره کاميابه ده او پکې کومې نېمګړتياوي دي؟
دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې کې د پاکستان د پوځ پخواني چارواکي برېګېډيير سيد نذير او د ترهګرۍ چارو څېړونکي ډاکټر شهريار خان سره بحث شوې دي.