د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال تر رڼا لاندې

چار شنبه ۲ اپرېل ۲۰۲۵

جدول یا کالهینداره
اپرېل, ۲۰۲۵
د س چ پ ج ش ی
۳۱ ۱ ۲ ۳ ۴ ۵ ۶
۷ ۸ ۹ ۱۰ ۱۱ ۱۲ ۱۳
۱۴ ۱۵ ۱۶ ۱۷ ۱۸ ۱۹ ۲۰
۲۱ ۲۲ ۲۳ ۲۴ ۲۵ ۲۶ ۲۷
۲۸ ۲۹ ۳۰ ۱ ۲ ۳ ۴
د پاکستان امنیتي حالات او د ولس اندېښنې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:28:13 0:00

د دې اونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" خپرونه مو په پاکستان کې پر زیاتېدونکو حملو، د ناامنۍ پر وړاندې حکومتي ستراتیژۍ او د ولس پر اندېښنو بحث ته ځانګړې کړې ده. په اسلام اباد کې د شخړو او سولې چارو څېړنیز مرکز د وروستي راپور له مخې، په فبرورۍ کې وسلوالو په پاکستان کې ۱۷۹ حملې وکړې چې پکې تر ۱۰۰ زیات کسان ووژل شول. بشپړه خپرونه وګورئ.

د جنرال منیر د "سخت" یا "پیاوړي دولت" جوړولو خبره څه معنا لري؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:32:09 0:00

دا اونۍ مو "د مشال تر رڼا لاندې" بحث د پاکستان د پوځ مشر جنرال سید عاصم منیر تازه څرګندونو ته ځانګړی کړی دی. نوموړي د مارچ پر ۱۸مه د پاکستان د ملي امنیت په اړه د پارلېمان کمېټۍ غونډې ته وینا وکړه او و یې ویل چې پاکستان باید یو "سخت" یا "پیاوړی دولت" شي. نوموړي وروسته په بیان کې وویل چې د هېواد سیاسي او پوځي مشرتابه ژمنه کړې چې د زیاتېدونکې ناامنۍ مخنیوي لپاره د ترهګرۍ ضد کړنلاره عملي کړي او د طاقت له لارې د مسلو حل پیدا کړي. پوښتنه دا ده چې د جنرال منیر دا څرګندونې څه معنا لري؟ د ځواب لپاره یې بشپړ بحث وګورئ.

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG