د پاکستان حکومت وايي چي د تيرې يوې لسيزي راهیسې د ترهګرۍ پر ضد د رواني جګړې له امله ددغه هيواد د ۵۵ زرو نه زیات عام وګړي وژل شوي، په زرګونو نور ژوبل شوي او د ۸۰ اربو ډالرو نه زیات مالي زیان دغه هیواد ته رسيدلی دی .
خو د راپورونو تر مخه د دغه ځاني او مالي زیان تر ټولو زیاته برخه د پښتون قام او د پښتنو د سيمو ده ، نو پوښتنه داده چي ددغه هیواد ریاستي ادارې ، سیاستوال او رسنۍ بیا ولي د پښتنو ذکر نه کوي ، ددي پوښتني په ځواب کي په پېښور کي د عوامي نيشنل ګوند يو مشر افراسياب خټک وايي :
(( د پاکستان ریاستي ادارو او ددغو ادارو چلونکي او سیاستوالان ، يوازې د پنجاب صوبه پاکستان ګڼي ، نو ځکه د پښتنو قرباني په بشپړه توګه نه منل کيږي . ))
خو په لاهور کي خبریال او کارپوه امتیاز عالم بیا وايي چي د ترهګرۍ پر ضد روانه جګړه کې واقعا پښتنو ډيرې قربانۍ ورکړي دی او د هغی نه انکار کيدي هم نه شي ، خو ددې يو بل اړخ دا هم دی چې د ترهګرۍ لوی مرکزونه هم د پښتنو په سيمو کي دي ، دی زیاتوی :
(( ګوره د کوليشن سپورټ فنډ لویه مالی برخه په قبایلي سيمو او خيبر پښتونخوا کې خرچ کيږي ، بله دا چی څومره نړیوالې مرستندويه ادارې دي ، هغوی تر ټولو زیات د پرمختګ پروژي په خيبر پښتونخوا کي تر سره کوي. په دې لړ کې په لومړي نمبر د پښتنو سيمې دي او په دویم نمبر د بلو چستان سيمي دي ، د چا د قربانيو نه چې انکار نه دی پکار، خو دا هم حقيقت دی چي د ترهګرو لوی مرکزونه هم د پښتنو په سيمو کي دي . ))
خو کار پوه پروفیسر حسن عسکري بیا وایي چي پاکستان د بیلا بیلو قومونو کور دی او راتلونکو نسلونو ته دا ويل د ریاستي ادارو او پوها نو ذمه واري ده چي په دې جنګ کې چا څومره قرباني ورکړې ده.
(( ګورئ ! ددې ټولي جګړې زیات منفي اغیز د پښتنو په سيمو شوی دی، که قبایلي سيمې دي ، او که د افغان پولي نه اخوا د پښتنو سيمې دي ، او دهغي لویه وجه دا ده چي په ۸۰ یمه لسيزه کی په افغانستان کي د شوروي اتحاد د ماتي په نیت امریکا، د پاکتسان د هغه وخت حکومت او عربي هيوادونو د تشدد دا مفکوره د پښتنو سیمو ته راوړه. کنه نو له هغې وړاندې دا ډیره د امن نه ډکه سیمه وه ، د پښتنو د قربانيو په یو نا يو شکل کي درناوی شوی دی ، خو دا مهال د وسله والو مخې ته د عوامي نيشنل ګوند غوندی د پښتنو ګوند هم ولاړ دی او خيني داسی پښتانه هم دي چي د وسله والو په اړه نرم دریځ لري. ))
بلخوا په لندن کې پښتون خبر یال او ليکونکی فایق يوسفزی بیا وایي چي پښتنو ليکوالو ، سیاستوالو او کار پوهانو په دی لړ کی خپلې ذمه وارۍ په صحیح توګه نه دي تر سره کړي.
پروفيسر حسن عسکري وايي چي تاریخ کي ( هغه دغه ) خبرې تل ترتله نه ځاييږی، په دې تيره لسيزه کی چي څومره پښتانه ددي جګړی ښکار شوي دي د هغوی قربانی که دا چا زړه ښه وی او که بد ، تاريخ کي به ورله ځای ورکول کيږي.