د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر اوکراین د روسیې تازه حملو کې لږ تر لږه ۹ تنه وژل شوي دي


پر لفیف د روسیې تر برید وروسته د ښار له یوې برخې لوګی خېژي - د نومبر ۱۹مې انځور.
پر لفیف د روسیې تر برید وروسته د ښار له یوې برخې لوګی خېژي - د نومبر ۱۹مې انځور.

اوکرایني چارواکي وايي، روسیې یې د هېواد پر بېلابېلو برخو د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو حملې کړې دي چې له وجې یې لویې چاودنې شوې دي چې پکې یوشمېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې او په ځینو ځایونو کې برېښنا (بجلي) بنده شوې ده.

اوکراینیو رسنیو ویلي چې د نومبر پر ۱۹مه سهار مهال په ترنوپېل، خمېلنېڅکي، ایوانو-فرانکیفسک، رېوني، لفیف (لوییف) او دنیپروپېتروفسک کې چاودنې واورېدل شوې.

ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي ویلي، روسیې په ترنوپېل کې څو پوړیزه رهایشي وداني په نخښه کړې چې پکې لږ تر لږه نهه تنه وژل شوي او لسګونه ژوبل دي.

نوموړي پر ټولنیزه شبکه ټېلېګرام لیکلي: "پر عادي ژوند هر بې رحمه برید ښيي چې پر روسیې فشار کافي نه دی."

د اوکراین د انرژۍ وزارت ویلي، د بریدونو له وجې په یوشمېر سیمو کې برېښنا قطع شوې چې د بحالولو چارې یې دوام لري.

روسیې د ژمي په درشل کې د اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو حملې زیاتې کړې دي.

له دې پرته روسي ځواکونه اکثر پر ولسي سیمو حملې کوي، خو مسکو ټینګار کوي چې ولسي ځایونه نه په نخښه کوي.

XS
SM
MD
LG