د لاسرسي ځای
عمومي پاڼې یا موضوع ته لاړ شئ
عمومي یا کورپاڼې ته لاړ شئ
لټون ته ورشئ
کور
لنډ خبرونه
پښتونخوا او قبایل
بلوچستان
پاکستان
افغانستان
نړۍ
ځانګړې مرکې، شننې
انځور او ویډیو
اوونیزې خپرونې
۱۴ ساعته راډیويي خپرونې
Gandhara
موږ وڅارئ
د ازادې اروپا راډیو ټولې ووبپاڼې
لټون
ژوندۍ
ژوندۍ
لټون
پخوانی
بل
تازه خبر
افغانستان
افغان ۱۹کلنه کرکټ ډله نړیوال جام ته تیاري کوي
جولای ۲۵, ۲۰۱۲
د افغانستان د نولس کلنو ځوانانو ملي لوبډله په اسټرالییا کې تمرینونه کوي
افغان ۱۹کلنه کرکټ ډله نړیوال جام ته تیاري کوي
شریک کړئ
شریک کړئ
چاپ کړئ
د افغانستان کرکټ بورډ نن د جولايي پر ۲۵ مه نېټه په خپله خپره شوې خبرپاڼه کې وايي، چې د هیواد د نولس کلنو ځوانانو ملي لوبډله چې د ۲۰۱۲ کال د جولای میاشتې په ۲۱ مه نیټه، اسټرالییا ته رسیدلې ده اوسمهال په ورزشونو بوخته ده.
د افغانستان له نولس کلنې ملي لوبډلې سره د افغان روزونکي حاجي ولي امین ترڅنګ نړیوال روزنکي کار کوي .
جیوف لاوسن د لوبډلې سلاکار رزونکی دی ، ډیویډ ډایر (David dayer) د لوبډلې ټرینر او همدا راز ډاکتر مایکل ورسره په جسماني برخه کې کار کوي .
په اسټرالییا کې د افغانستان د نولس کلنې ملي لوبډلې چارواکی شیراغا همکار وایي ټاکل شوې ده چې لوبډله به له سیمه ایزو کلبونو سره درې دوستانه لوبې لري چې د راتلونکې یکشنبې په ورځ به پیل شي .
همکار وایی نړیوال روزونکي له افغان لوبډلې سره د بالینګ ، بیټینګ او فیلډینګ په برخه کې کار کوي او هیله مند دې چې ښه پایلې به ولري .
د افغانستان کرکټ بورډ د لوړو مهارتونو چارواکی بشیر ستانکزی وایي دغه پنځلس ورځنی روزنیز کمپ به له لوبغاړو سره مرسته وکړي څو په نړیوال جام سیالیو کې ښه ولوبیږي.
ستانکزی وایي (( په دې پنځلس ورځو کې به لوبغاړي د اسټرالییا له چاپیریال، اب او هوا، پیچ سره پوره بلدتیا پیدا کړي ، اسټرالییا وي روزونکي له لوبډلې سره زیار باسي او دغه زیار مونږ ته دا اطمینان راکوي چې لوبډله به په نړیوال جام کې ښه وځلیږي)).
ټاکل شوې ده چې د ۲۰۱۲ کال د نولس کلنو نړیوال جام سیالۍ د اګست میاشتې په ۴مه نیټه، په اسټرالییا کې پیل شي ، افغانستان به د دغه نړیوال جام سیالیو په لړ کې خپله لومړنۍ لوبه د اګست میاشتې په ۱۱ مه نیټه، له پاکستان سره کوي .
د افغانستان کرکټ نولس کلنه ملي لوبډله به د اګست میاشتې په اوومه نیټه، له ایرلینډ او په اتمه نیټه، له هندوستان سره دوه دوستانه سیالۍ لري.
افغانستان د دغو سیالیو په لړ کې په ب ګروپ کې ځای لري ، له افغانستان سره په ب ګروپ کې پاکستان، سکاټلنډ او نیوزیلېنډ هیوادونه ځای لري .
انځورونه، ویډیوګانې
نښلول
شریک کړئ
د پېښور جرګه: د پاکستان او افغانستان واکمنان دې سمدستي ټولې لارې بیاپرانیزي
نښلول
شریک کړئ
کوډ کاپي شوی دی.
پلنوالی
px
لوړوالی
px
دا پته کلېپبورډ ته کاپي شوه
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته
0:00
0:02:48
0:00
د پېښور جرګه: د پاکستان او افغانستان واکمنان دې سمدستي ټولې لارې بیاپرانیزي
نورې ویډیوګانې وګورئ
نور له پښتونخوا او قبایلو
په اورکزو کې په هاوان د وژل شويو ماشومانو د پېښې ضد پيل شوی پرلت پای ته رسېدلی
د سوات قامي جرګه: وسله وال ښکاره ګرځي او له خلکو قلنګونه غواړي
د شمالي وزیرستان کډوالو په بنو کې خپل پرلت پای ته رسولی دی
په نوښار کې نرښځی او د هغه ملګری وژل شوي دي
نور ولولئ
سپارښتنه
ای اېم اېف وايي د پاکستان په دولتي ادارو کې درغلي "عامه" ده
XS
SM
MD
LG