د پیسو نړيوال صندوق (ای اېم اېف) وايي، درغلي (اداري فساد) په پاکستان کې د "حکومتدارۍ یوه عامه او دوامداره ځانګړتیا یا برخه" ده چې د اقتصادي او ټولنیزې پرمختیا مخه نیسي.
هغې ادارې په پاکستان کې د حکومتدارۍ او اداري فساد په اړه یو راپور جوړ کړی دی چې د پاکستان مالیې وزارت د نومبر پر ۱۹مه پر خپله ووبپاڼه خپور کړی دی.
ای اېم اېف د بېلابېلو نړیوالو ناحکومتي ادارو د پخوانیو راپورونو او ارزونو پر اساس ویلي دي چې د دولت په ټولو برخو یعنې "اجراییه (انتظاميه)، مقننه او قضایه یا عدلیه" کې د "اداري فساد سطح نسبتاً نه ده بدله شوې" او دا چې په "تېرو ۲۰ کلونو کې" د پاکستان حکومتونه "د درغلۍ په کنټرولولو نه دي توانېدلي."
ای اېم اېف وايي، راپور یې د پاکستان حکومت په غوښتنه تیار کړی دی او پکې یې پر وفاقي کچ د حکومتدارۍ ننګونو او اداري فساد ستونزې ارزونه کړې ده.
راپور وايي، په پاکستان کې "سیاسي او اقتصادي اشرافیه" د حکومتي پالیسیو پر جوړولو د زیات نفوذ په کارولو ځانونه شتمنوي او د اقتصادي پرمختګ مخه نیسي.
ای اېم اېف له حکومته غوښتي دي چې سمدستي دې د ۱۵ نکاتي اصلاحات عملي کړي.
هغې نړیوالې ادارې د مهمو دولتي ادارو لپاره په حکومتي قراردادونو کې د ځانګړو امتیازاتو د ختمولو، د پانګونې د اسانتيا لپاره د ځانګړي مرکز (سپېشل انوېسټمنټ فيسيليټېشن سېنټر يا اېس ای اېف سي) په پریکړو کې د روڼتیا زیاتولو،د حکومت پر مالي واک د سخت پارلېماني څار باوري کولو، په درغلۍ ضد ادارو کې د اصلاحاتو او په یو کال کې دننه د حکومتولۍ د برېښنايي نظام له لارې د ټولو دولتي تدارکاتو چارو ترسره کولو سپارښتنې کړې دي.
په راپور کې راغلي چې د فساد له وجې ضایع کېدونکې پیسې کولای شي چې د پاکستان اقتصادي پرمختیا او د ناخالصه ملي پیداوار کچ لوړ کړي.
ای اېم اېف زیاتوي، که اسلام اباد د حکومتولۍ اصلاحات عملي کړي نو د "پینځو کلونو" په موده کې یې د ناخالصه ملي پیداوار سطح د "پينځو او شپږ نیمو فیصده ترمینځ" لوړېدای شي.
دا راپور پر داسې مهال خپور شوی دی چې د پاکستان حکومت وايي د پیسو نړیوال صندوق (ای اېم اېف) د اووه اربه ډالرو د پور پروګرام له شرطونو سره سم یې اقتصادي او مالي اصلاحاتو ته دوام ورکړی دی چې پکې کفایت شعاري، د سرکاري لګښوتو کمول، پر انرژۍ او نورو شیانو رعایت ختمول، نوي ټیکسونه لګول او د مالیو غونډولو نظام پراخول شامل دي.
پاکستان په ۲۰۱۹ز کال کې د لوی اقتصادي او مالي بحران له ښکار کېدو راهیسې د پیسو له نړیوال صندوق سره د پور یو لړ موافقې کړې دي.