د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان اسمبلۍ ټولو غړیو په یوه خوله په صوبه کې د خلکو جبري ورکولو پېښې وغندلې 


د بلوچستان اسمبلۍ یوه غونډه. تصویر له ارشیفه
د بلوچستان اسمبلۍ یوه غونډه. تصویر له ارشیفه

د بلوچستان صوبايي اسمبلۍ په کوټه کې له بلوچستان پوهنتونه د دوو زده کوونکیو د جبري ورکولو غندنه کړې او پر حکومت یې په ټینګار سره غږ کړی چې ژر تر ژره دې هغوی وموندي.

پر دې مهال د اسمبلۍ غړیو ته حکومتي چارواکو ډاډ ورکړ چې د ورکو زده کوونکیو د موندلو لپاره به خپل ټول وس کوي. بلخوا زده کوونکیو خپل احتجاج د کوټې نورو تعلیمي ادارو ته غځولی دی چې له امله یې په ځینو پوهنتونونو کې کلاسونه وانخیستل شول.

د نومبر پر ۲۲مه نېټه د بلوچستان اسمبلۍ غونډې ته د دې صوبې پخواني اعلا وزیر نواب اسلم ریساڼي وویل چې په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې خلک په زوره ورکېږي خو برمته ګر (اغواکاران) یې نه معلومېږي خو د زیاترو مړي بیا وروسته موندل کېږي.

د نواب اسلم ریساڼي پرغوښتنه د اعلا وزیر میرعبدالقدوس بزنجو په ګډون ټول حکومتي او د حزب اختلاف غړي له خپلو څوکیو راولاړ شول او په یوه خوله یې په صوبه کې د خلکو جبري ورکولو پېښې وغندلې.

پر دې مهال د بلوچستان نیشنل ګوند مینګل ډلې پارلیماني لیډر ملک نصیراحمد شاهواني له بلوچستان پوهنتونه د دوو زده کوونکیو د لادرکه کېدو پېښه په سختو ټکو وغندله او ویې ویل که یې زده کوونکي په یو جرم ککړ وي نو پکار ده چې عدالتونو ته وړاندې کړل شي.

د اسمبلۍ غونډې ته صوبايي وزیرعبدالرحمان کېتراڼ وویل چې د زده کونکو په اړه دی له حکومت لوري د کمیټۍ مشر دی چې پکې د اسمبلۍ دوه غړي احمد نواز، نصرالله زېری او د کوټې کمیشنر شامل دي د بلوچستان له ګورنر، د یونیورسټۍ له چارواکو او احتجاجي زده کوونکیو سره ولیدل.

((حکومت دغه ستونځه په ځانګړې توګه راپورته کړې ده ځکه چې دا د زده کوونکیو د ژوند سوال دی. دغه ډول د یونیورسیټۍ او مېډیکل کالجونو په ګډون د سکولونو کلني امتحانونه روان دي خو که امتحانونه نه کېږي نوبیا زموږ د بچیانو د تعلیمي کال د ضایع کېدو زیات امکان دی.))

د نوموړي په وینا چې خپله ولسمشر ډاکټرعارف علوي هم د بلوچستان د پولیسو مشر ته امرکړی دی چې دغه دوه لادرکه زده کوونکي چې هرځای وي پکار ده چې راخوشې کړل شي.

د بلوچستان اعلا وزیر میرعبدالقدوس بزنجو هم د اسمبلۍ غونډې ته تسلي ورکړه چې حکومت به پر دې مسله کې نوره ناغېړي نه کوي چې لږ نشان یې هم وموندل شي دغه زده کوونکي به حکومت هرو مرو راخوشي کوي.

بلخوا د زده کوونکیو له لوري د احتجاج لړۍ لاهم روانه ده او د نومبر له ۲۲مې نېټې راهیسې یې د کوټې په نورو تعلیمي ادارو کې هم له کلاسونو بایکاټ پیل کړی دی چې له امله یې په زیاتره تعلیمي ادارو کې د زده کړو بهیر ځنډنی شوی دی.

په بلوچستان پوهنتون کې د زده کوونکیو د احتجاج له امله کلني امتحانونه هم د ځنډ ښکار شوي دي. د یاد پوهنتون یو زده کوونکی وحید بلوڅ د نومبر پر ۲۳مه نېټه مشال راډیو ته وویل چې د دوی احتجاج به ترهغو روان وي چې ترڅو یې په تعلیمي ادارو کې د زده کوونکي د خونديتوب ضمانت نه وي ورکول شوی.

د یادونې ده چې د بلوچستان پوهنتون کوټې د مطالعه پاکستان څانګي دوه زده کوونکي سهېل بلوڅ او فصیح بلوڅ لادرکه شوي ول. د احتجاجي زده کوونکیو په وینا چې دغه دوه زده کوونکي د نومبر میاشتې پر لومړۍ نېټه له خپل هاسټله ماښام ۷ بجې هغه مهال لادرکه شوي دي چې کله په پوهنتون کې بجلي بنده او سي سي ټي وي کیمرو کار نه کولو.

د یونیورسټۍ انتظامي چارواکو له احتجاجي زده کوونکیو سره لیدلي او دوی ته یې تسلي ورکړې وه چې لادرکه زده کوونکي به ژر تر ژره وموندل شي خو دا دی تر درې اوونۍ زیاته موده وشوه خو د هغوی لا هم هېڅ څرک او درک نه لګېږي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG