د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ له پوتین سره ټېلېفوني خبرې "ډېرې رغنده" بللې دي


د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين (ښي اړخ ته) او د امريکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ (کيڼ اړخ ته) ـ انځور له ارشيفه
د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين (ښي اړخ ته) او د امريکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ (کيڼ اړخ ته) ـ انځور له ارشيفه

د امریکا ولسمشر وايي چې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په اړه به له خپل روسي سیال ولاديمیر پوتین سره د هنګري (مجارستان) په پلازمېنه بوداپېسټ کې ليده کاته کوي.

ډانلډ ټرمپ د اکتوبر پر ۱۶مه پر خپله ټولنیزه شبکه "ټروت سوشل" ليکلي دي چې له پوتين سره يې پر ټېلېفون شوې خبرې "ډېرې رغنده" وې.

دا تر هغه وروسته ده چې دواړو مشرانو د اکتوبر پر ۱۶مه پر ټېلېفون اوږدې خبرې وکړې.

په بوداپېسټ کې د ټرمپ او پوتین د لیدنې وخت لا نه دی معلوم، خو ولسمشر ټرمپ لیکلي، باوري دی چې په ټېلېفوني تماس کې یې "لوی پرمختګ" ترلاسه کړی دی.

ټرمپ او پوتین تر هغه څو ورځې وروسته سره غږېدلي چې د امریکا ولسمشر اوکراین ته د ټوماهاک توغندیو د لېږلو خبر ورکړی وو. دا هغه اقدام دی چې د جګړې د پای ته رسولو په برخه کې پر روسیې لا زیات فشار راوړلی شي.

ټرمپ له رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي چې ټوماهاک ورانوونکې وسله ده او پوتین له ده سره په خبرو کې غوښتنه کړې چې دا کار و نه کړي.

نوموړي په خپل بیان کې دا هم زیاته کړې ده چې پوتین امريکا او ده ته په منځني ختیځ کې "د سولې د لویې لاسته راوړنې" مبارکي وویله.

ټرمپ زیاته کړه: "زه باور لرم چې په منځني ختیځ کې بریا به زموږ سره د روسیې او اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په خبرو کې مرسته وکړي."

ولسمشر ټرمپ وویل چې دواړو خواوو په اوکراین کې د جګړې له پای ته رسېدو وروسته د امریکا او روسیې ترمينځ د سوداګرۍ په اړه هم بحث وکړ او موافقه یې وکړه چې راتلونکې اونۍ به د دواړو هېوادونو د لوړ پوړو سلاکارانو غونډه کېږي.

تمه ده په دې غونډه کې به د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په مشرۍ د امریکا پلاوی له لوړپوړي روسي پلاوي سره خبرې وکړي.

د ټرمپ په وینا، د لوړپوړو سفارتکارانو تر ناستې وروسته به دی په بوداپېسټ کې له پوتین سره وګوري چې د ده په خبره د دې "شرموونکې" جګړې د پای ته رسولو په اړه بحث وکړي.

دا په داسې حال کې ده نن (د اکتوبر پر ۱۷مه) به ولسمشر ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د اوکرایین له ولسمشر وولوديمیر زېلېنسکي سره ګوري.

تمه ده چې په دې ناسته کې به ټرمپ له پوتین سره د خپلو خبرو په اړه له زېلېنسکي سره هم وغږېږي.

د اوکرايين جګړې د پای ته رسولو په اړه د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ او د هغه روسي سيال پوتين د اګست پر ۱۵مه په الاسکا کې هم مخامخ خبرې کړې وې.

هغه وخت ټرمپ ويلي وو چې د اوکراین د جګړې پر سر له پوتین سره په خبرو کې مهم پرمختګ شوی خو هغوی کومې نهايي پایلې ته نه دي رسېدلي او نه هم کوم تړون شوی دی.

روسیې د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراين یرغل وکړل. تر هغه وروسته د دواړو هېوادونو سرتېرو سختې جګړې کړي او د يو بل زرګونه سرتېري یې وژلي دي.

روسیې د اوکراين ګڼې برخې نيولي دي. بلخوا د هغې جګړې ختمولو لپاره لا د سولې خبرو څه نتيجه نه ده ورکړې.

XS
SM
MD
LG