ډونالډ ټرمپ د اوربند هیله من دی؛ نن د اسراییل او ایران د بریدونو څلورمه ورځ ده
له تهران څخه راپورونه ښيي چې د تهران په ځینو برخو کې درنې چاودنې شوې دي.
د اسراییل پوځ وایي، نن یکشنبه د ( غبرګولي ۲۵مه) یې په ایران کې " ګڼ شمېر" هدفونه په نښه کړي دي. په دغو هدفونو کې د دفاع وزارت ودانۍ او د ایران د اټومي وسلو اړوند هدفونه شامل دي.
د غزې د روغتیا چارواکي وایي، د اسراییل په بریدونو کې لږ تر لږه ۵۴ کسان وژل شوي چې له دې ډلې څخه ۳۶ تنه په یوه ښوونځي کې وژل شوي چې د جګړې د بېځایه شویو کسانو لپاره د سرپناه په توګه کارېده.
په داسې حال کې چې په غزه کې د اسراییلو پوځي عملیات روان دي، د اسپانیا د بهرنیوچارو وزیر وايي نړیواله ټولنه باید یو اقدام وکړي څو د غزې جګړه پای ته ورسېږي. د اروپايي ټولنې او عربي هېوادونو چارواکي د اسپانیا په پلازمېنه کې راټول شوي څو اسراییل دې ته وهڅوي چې د غزې عملیات پای ته ورسوي.
بې پیلوټه الوتکو پرون مالتا ته نژدې په نړیوالو اوبو کې پر هغې کشتۍ برید وکړ چې غزې ته بشري مرستې پکې بار وې. دا غزې ته چې ۱۹ میاشتنۍ جګړې سخته ځپلې ده، د مرستو د رسولو په هدف د تقابل تازه مورد دی.
د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر رافایل ګروسي ویلي چې ایران د څو اټومي بمونو د جوړولو لپاره اړین توکي لري خو لا تر اوسه اټومي وسلې نه لري.
وولکرتُرک ټینګار وکړ چې ژر تر ژره باید په غزه کې اوربند ټینګ او د بشري مرستو اجازه ورکړل شي.
وروسته له دې چې په سوریه کې له زرو ډېر خلک د دولتي ځواکونو او وسله والو مخالفینو په نښتو کې ووژل شول، موقت ولسمشر احمدالشرع د سولې لپاره غږ کړی دی.
د سوریې حکومتي ځواکونو او د مخلوع ولسمشر بشار اسد وفاداره ځواکونو تر منځ په وروستیو نښتو کې سلګونو کسانو ته مرګژوبله رسېدلې ده. اخوا د سوریې ولسمشر احمد شرع د پخواني رژیم ملاتړو ځواکونو ته خبرداری ورکړی چې خپلې وسلې او ځانونه تسلیم کړي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ کړی که پاتې اسراییلي یرغمل خوشې نه شي، نو ډېرې بدې پایلې به ولري او د حماس افراطي ډلې مشرانو ته یې د تېښتې لپاره ضرب الاجل ټاکلی دی.
نور راوښيه