د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۶ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۴۷

ټرمپ د اسراییلي برمته د خوشې کېدو غوښتنه کړې او ترڅنګ یې وايي، غزې ته د امریکا مرستې به دوام وکړي


د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ او د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو
د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ او د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو

د اسراییلي او فلسطیني مرکچیانو ترمنځ د خبرو له ناکامېدو وروسته د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ وویل اوس باید اسراییل پرېکړه وکړي چې په غزه کې به یې راتلونکی ګام څه وي.

د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ چې برتانیا ته د سفر په حال کې دی ویلي دي چې اوس به اسراییل دا پرېکړه کوي چې په غزه کې به یې راتلونکي ګامونه کوم وي.

ښاغلي ټرمپ پرون په سکاټلنډ کې د خبرو پرمهال زیاته کړه چې دی نه پوهېږي له فلسطیني حماس ډلې سره د اوربند او د اسراییلي برمته وو د خوشې کولو په اړه د خبرو له ناکامېدو وروسته به څه پېښ شي.

ټرمپ د برمته وو د خوشې کېدو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل واشنګټن به د غزې اوسېدونکو ته چې سیمه یې د اسراییلي ځواکونو په عملیاتو کې ویجاړه شوې ده، نورې مرستې هم برابرې کړي، خو بیا یې د شواهدو له وړاندې کولو پرته ادعا وکړه چې د غزې لپاره مرستې حماس ډله غلا کوي او پلوري یې.

ولسمشرټرمپ د جګړه ځپلې غزې له اوسېدونکو سره د نورو مرستو د دوام ژمنه کړې.

په عین حال کې د رویټرز خبري آژانس د جمعې ورځې د یوه راپور له مخې د امریکا په حکومت کې دننه یوه څېړنه ښيي چې هېڅ داسې شواهد نه شته.چې ګنې له فلسطینیانو سره د امریکا شوې بشري مرستې به حماس ډلې غلا کړې وي

له بلې خوا پرون (د جولای ۲۷مه) د ډيموکرات ګوند له شلو ډېرو سناتورانو د ټرمپ ادارې ته یو لیک واستاوه او په هغه کې یې غوښتنه وکړه چې د غزې لپاره د مرستو بنسټ ته د بشري مرستو د ورکولو بهیر بند کړي.

د امریکا حکومت اوس د GHF بنسټ له لارې چې چارې یې د اسراییلو او د امریکا ګډ وسله وال خصوصي بنسټ سمبالوي غزې ته مرستې استوي. د دې بنسټ مشري د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې یا سي آی اې یو پخوانی افسر او د پوځ متقاعد افسران کوي. د سنا غړو د ټرمپ له ادارې غوښتي دي چې خپلې مرستې د ملګروملتونو د بشري مرستو د میکانیزمونو له لارې غزې ته ولېږي.

د ملګروملتونو له خوا د ورکړل شویو ارقامو له مخې اسراییلي ځواکونو له زرو ډېر فلسطینیان د بشري مرستو د وېش پرمهال وژلي دي. د دې خلکو ډېره برخه د GHF د مرستو په مرکزونو کې په نښه شوي دي.

ملګري ملتونه وايي چې اسراییلو له زرو ډېر فلسطینیان د مرستو د وېش پرمهال وژلي دي.

د دې ترڅنګ د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې د دې تړانګې لسګونه اوسېدونکي په وروستیو څو اونیو کې د خوارځواکۍ له کبله مړه شوي دي. دې وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له دې کبله د ۶ نورو کسانو د مړینې خبر ورکړی.

له دې سره په غزه کې د خوارځواکۍ له کبله د مړو کسانو شمېر ۱۳۳ ته ورسېد چې ۸۷ یې ماشومان دي. د امریکا پخواني ډیموکرات ولسمشر بارک اوباما هم پرون وویل چې د غزې خلکو ته مرستې باید ورسېږي.

ټرمپ او د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو دواړو د جمعې په ورځ داسې وښوده چې د غزې د اوربند له خبرو وځي او ادعا یې وکړه چې حماس ډله سوله نه غواړي.

نتنیاهو وویل اسراییل اوس پر بدیلو لارو غور کوي څو اسراییلي برمته راخوشې کړي او په غزه کې د حماس ډلې واکمني پای ته ورسوي.

XS
SM
MD
LG