د سوریې لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس بارک وایي، د لبنان دولت به راتلونکې اونۍ هغه طرحه وړاندې کړي چې له مخې یې حزب الله ډله بې وسلې کولو ته هڅوي.
ټاکل شوې له دې طرحې سره همهاله اسراییل هم د خپل شاتګ لپاره یو چوکاټ وړاندې کړي.
ښاغلي بارک د سه شنبې په ورځ ( د سنبلې ۴مه) د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره تر لیدو کتو وروسته وویل، د لبنان طرحه به اجباري نه، بلکې د حزب الله د بې وسلې کولو لپاره به یوازې تشویقي جنبه لري.
د لبنان دې طرحې حزب الله ډله چې د ایران له ملاتړه برخمنه ده غسه کړې او ویلې یې دي، دا چاره د اسراییل په ګټه ده.
اسراییل د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ که د لبنان وسله وال ځواکونه د حزب الله د بې وسلې کیدو لپاره اقدام وکړي، دوی به دلبنان په جنوب کې خپل پوځي حضور کم کړي.
د هغې طرحې له مخې چې امریکا وړاندې کړې، اسراییل باید د لبنان په خاوره کې خپل عملیات و دروي چې د لبنان پوځ وکولای شي د حزب الله په ګډون د وسله والو ډلو وسلې ټولې کړي.
د لبنان دولت دوه اونۍ وړاندې له پوځ او پولیسو سره د واک د انحصار په خاطر د بې وسلې کولو طرحه تصویب کړه.