د ایران مشر ادعا وکړه چې ایران پر اسراییل او امریکا " بریالی شووی دی"
په داسې حال کې چې د اسراییل او ایران ترمنځ جګړه کې د ایران د پوځ رهبري او هستوي پروګرامونو کلکې ضربې وخوړې، د ایران مشر ایت الله علي خامنه یی ادعا وکړه چې " اسراییل د دوی په بریدونو کې نژدې له پښو ولوېد".
اسراییل د دوی په بریدونو کې نژدې له پښو ولوېد
خامنه یي په یوه پيغام کې چې ځینې برخې یې د ایران دولتي رسنیو خپرې کړي د اسراییل په وړاندې ۱۲ ورځنۍ جګړه کې د خپلې " بریا" په خاطر خپل ولس ته مبارکي وویله.
دا ادعا داسې مهال کیږي چې د اسراییل او ایران ترمنځ جګړه کې چې د اسراییل په غلچکیو بریدونو سره پیل شوه، د ایران ډیر پوځي، اټومي او اداري مرکزونه تر درنو بریدونو لاندې راغلل او سلګونه کسان په کې ووژل شول.
د بریدونو پر مهال د ایران هوایي حریم هم د اسراییل لاس ته ورغی.
ایران د اسراییل د بریدونو په ځواب کې پر هغه هېواد د توغندیو پرله پسې بریدونه وکړل چې اسراییل ته یې د سر او مال زیان واړوه.
اسراییلي لوري په رسمي ډول خپلې خواته د ۲۸ کسانو وژل تایید کړي، خو سلګونه نور ټپیان شوي دي.
خپلواکو سرچینو تراوسه د اسراییل لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلې شمېرې نه دي تایید کړي.
خامنه یي د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې پر امریکا د بریا ادعا هم وکړه.
هغه وویل " د امریکا حکومت مستقیمې جګړه کې ښکیل شو، ځکه احساس یې وکړ، که ښکېل نه شي، صهیونستي رژیم به په بشپړه توګه له منځه ولاړ شي."
خامنه یی وویل چې امریکا دغې جګړه کې کومه لاسته راوړنه نه درلوده.
امریکایي چارواکو چې د تېرې یکشنبې په سهار یې د ایران پر نطنز، فردو او اصفهان اټومي تاسیساتو بریدونه وکړل، دغه بریدونه بریالي بللي او ادعا یې کړې چې دغه تاسیسات په بشپړ ډول له منځه تللي دي.