ملګري ملتونه وايي له دې سره د هغو کسانو شمېر ۸۰۰ ته ورسېد چې په تېرو شپږو میاشتو کې د خوړو د ترلاسه کولو په حال کې وژل شوي دي.
د هغو خلکو وژنه چې د مړښت او مرګ ترمنځ باید یو انتخاب ولري، د منلو وړ نه ده.
له غزې څخه وخت ناوخت داسې راپورونه خپرېږي چې اسراییلي ځواکونه پر هغو ملکي وګړو ډزې کوي چې د مرستو د ترلاسه کولو لپاره مراجعه کوي. پرون د غزې د ملکي دفاع ادارې راپور ورکړ چې لس تنه په داسې حال کې چې په جنوبي ښار رفح کې د خوړو د ویش یوه مرکز ته ورغلي وو، د اسراییلي سرتېرو په ډزو وژل شوي دي.
د ملګروملتونو د بشري حقونو د دفتر ویاندې راوینا شمداساني پرون په ژنیو کې خبریالانو ته وویل، هلته چې خلک د ډوډۍ او درملو په څېر د ژوند د اساسي اړتیاوو د ترلاسه کولو لپاره په کتار کې درېږي او د مړښت او مرګ ترمنځ باید یو انتخاب ولري، د دې خلکو وژنه د منلو وړ نه ده.
د فرانسپرس خبري آژانس د راپور له مخې د اسراییلو پوځ تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو مخکې له دې یې فلسطینۍ وسله والې ډلې تورنې کړې دي چې دې مرکزونو ته نژدې پر ملکي وګړو ډزې کوي.
کله چې له اسراییلي پوځ څخه د ملګروملتونو د ارقامو په اړه وپوښتل شول نو په ځواب کې یې وویل چې دوی د سرتېرو او هغو کسانو ترمنځ چې د مرستو د ترلاسه کولو لپاره مراجعه کوي د ټکر د مخنیوي لپاره تدابیر نیولي دي او د دې ډول پېښو په اړه یې تحقیقات پیل کړي دي.
د حماس ډلې او اسراییلو استازو د جمعې په ورځ په غزه کې د اوربند په اړه خبرې وکړې.
د پرونیو وژنو راپور په داسې حال کې ورکول کېږي چې د اسراییلو او فلسطینۍ حماس ډلې مرکچیانو پرون په قطر کې مذاکرات کول څو په غزه کې د اوربند په اړه موافقې ته ورسېږي.
د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو د پنجشنبې په ورځ وویل، دی هیله من دی چې په راروانو څو ورځو کې به په جګړه کې د دوه میاشتني اوربند په اړه موافقه ترلاسه شي. هغه زیاته کړه چې که دا موافقه وشي نو دی به د جګړې د دایمي پای ته رسولو په اړه خبرو ته چمتووالی ولري.
داسې مهال چې د غزې څه باندې دوه میلیون اوسېدونکي د جګړې په نتیجه کې له ناوړه بشري وضعیت، لوږې او ناروغیو سره مخامخ دي، حماس ډلې ویلي دي چې د اسراییلو له خوا دې تړانګې ته د بشري مرستو مخنیوی د دې خبرو پر وړاندې اصلي خنډ دی.