شیخ رضوان د غزې له پراخو ښاري ناحیوڅخه ده چې ګڼ خلک پکې دېره دي.
په وروستیو څو اونیو کې اسراییلي پوځیانو د غزې د لمنو پرلور پرمختګ ته مخه کړې او د پوځي عملیاتو د پای ته رسولو لپاره د نړیوالو له غوښتنو سره سره اوس د دې تړانګې له مرکز څخه یوازې څو کیلومتره واټن لري.
د غزې د مرکز اوسیدونکي وايي چې اسراییلي ځواکونو د عملیاتو پرمهال د خلکو کورونه او هغه موقتي استوګنځایونه وران کړي چې د دې نژدې دوه کلنې جګړې په ترڅ کې له خپلو مېنو بېځایه شوي پکې اوسېږي.
د فلسطیني روغتیايي چارواکو په وینا د اسراییلو د پوځ د نننیو عملیاتو په ترڅ کې لږترلږه ۲۴ کسان چې ماشومان هم پکې وو، وژل شوي دي.
د ذکیې سمیع په نوم شپېته کلنه مېرمن چې پنځه بچیان لري وايي “شیخ رضوان ناحیه تقریبا ټوله سوځېدلې ده او د اسراییلي پوځ د اشغال په نتیجه کې کورونه ویجاړ شوي، خیمې سوځېدلي او د بې پیلوټه الوتکو په وسیله خلکو ته په غږیزو پیغامونو کې ویل کېږي چې له سیمې ووځي.”
د سیمې اوسېدونکي وايي چې اسراییلي ځواکونو پر هغو دریو ښوونځیو لاسي بمونه غورځولي دي چې بېځایه شوې کورنۍ پکې اوسېدلې.
د اسراییل پوځ نن په یو بیان کې وویل دا عملیات به تر هغه مهاله روان وي چې د غزې په تړانګه کې تروریستي سازمانونه او اسراییلو ته ټول ورپېښ ګواښونه په بشپړ ډول له منځه تللې نه وي.
د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو پوځ ته امر کړی څو شیخ رضوان ښار چې د ده په وینا د حماس ډلې وروستی لوی مرکز دی ونیسي.
نتنیاهو وايي، حماس چې اسراییل، امریکا او اروپايي ټولنه یې یوه تروریستي ډله بولي که تسلیم نه شي باید له منځه ولاړ شي خو د اسراییلو پوځ د هېواد له سیاسي مشرتابه غواړي چې د دې ټينګار پرځای له حماس سره د اوربند موافقه وکړي. پوځ خبرداری ورکوي چې پوځي عملیات به د هغو اسراییلي وګړو ژوند له خطر سره مخامخ کړي چې حماس ډلې یرغمل کړي دي.
په اسراییلو کې دننه عام خلک هم ترډېره د داسې یوې موافقې په ترڅ کې چې په نتیجه کې یې اسراییلي برمته خوشې شي، د جګړې پای ته رسېدل غواړي.