د افغانستان د مشرانو جرګې یو شمېرغړي د افغانستان د انتخاباتو په خپلواک کمیسیون دا تور لګوي چې د دغه کمیسیون هغه غړي چې د ولسمشرۍ په تېرو انتخاباتو کې په درغلیو تورن ول او له خپلو دندو ګوښه شوي ول اوس بیا په خپلو پخوانیو دندو ګمارل شوي دي.
د افغانستان ولسي جرګې ته کاندید شوي یو شمېرسیکان او هندوان، د انتخاباتو له کمیسیون څخه د دوي د انتخاباتي کمپاینونو په هکله د اسانیتاوو غوښتنه کوي. د کابل له ولایت څخه کاندید پرت پال سنګ او انارکلي هنریار وایي چې، دوي د امنیتي ستونزو سره مخ دي.
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د شکایتونو د اورېدو کمیسیون وایي، چې د یو لړ کره څیړنو وروسته یي، د ولسي جرګې د کاندیدانو له لست نه د لسو نورو کاندیدانو نومونه هم لېرې کړل.
عام خلک او د ولسي جرګې انتخاباتو ته یو شمېر کاندیدان د وږې د اوه ویشتمې نېټې د انتخاباتو په ورځ د رایي ورکولو د څه باندې نهه سوه مرکزونو د تړل کېدو په اړه اندیښمن دي. د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د چهار شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې په بېلابېلو ولایتونو کې به دغه مرکزونه د نا امنیو له امله تړلي وي.
د افغانستان ګڼ شمېر خلک وایي، د انتخاباتو خپلواک کمیسیون دی د رايې ورکولو د کارټونو مرکزونه، نور هم پرانیستی پریږدي. دوي وایي، ډیرو خلکو تر اوسه د رايی ورکولو کارټونه نه دي اخیستی او که دا مرکزونه وتړل شي، د دوی حق به تر پښو لاندې شي. خود انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي، چې خلکو ته دوه میاشتې وخت ورکړل شوی واو د اصولو سره سم نه غواړي چې د رايی ورکولو د کارټونو ویشلو ته دوام ورکړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندېوه ماموریت یا یوناما په دغه هېواد کې د ولسي جرګې د راتلونکو انتخاباتو د خوندیتوب په اړه اندېښنه څرګنده کړې. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړي استازي ویلي، چې د ولسي جرګې د انتخاباتو د امنیت او شفافیت لپاره دې ډیر څه وشي.
سره له دې چې د افغانستان د ولسي جرګې انتخاباتو ته لږې ورځې پاتې دي، د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د انتخاباتو په بهیرکې پر بشپړ امنیت ډاډمن نه دی. د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ريیس چې په دې وروستیو کې د انتخاباتي تېارېو د څارلو په مقصد د هېواد څو ولایتونو ته تللی و
د هلمند ولايت په نادعلي ولسوالۍ كې د افغان او ايساف ځواكونو ګډ چاڼيزعمليات پيل شوي دي. دغه عمليات كه څه هم لوي عمليات نه دي خو چارواكي وايي، چې د راتلونكو پارلماني ټاكنو لپاره د امنيت د ټینګښت په خاطر يي پيل كړي دي. دغه عمليات، د خپل نوبت لمړي عمليات دي چې د افغان ملي اردو، ملي پوليس، ملي امينت او ايساف ځواكونه تر يوې قوماندې او هم غږۍ لاندې ترسره كيږي.
د افغانستان د انتخاباتي شكايتونو كميسيون د اتو تنو هغو كانديدانو نومونه چې له خپلو دولتي دندو څخه يې استعفا نه وه كړې د ولسي جرګې د كانديدانو له وروستي لست څخه وايستل. د دغه كميسيون وياند احمد ضيا رفعت د شنبې په ورځ په كابل كې خبريالانو ته وويل چې ټاكل شوې د يو شمېر نورو كانديدان نومونه هم چې له خپلو دولتي دندو څخه يې استعفا نه ده كړې د كانديدانو له وروستي لست څخه وايستل شي.
يوشمېر ښځې چې نومونه يې ولسي جرګې ته د كانديدانو له لست نه غورځول شوي دي، غواړي چې د انتخاباتو خپلواك كميسيون خپله پريكړه بيرته واخلي. دوي وايي په تېرو دوو مياشتو كې يې كمپاينونه وكړل، پلويان يې وموندل او اوس چې د كانديدانو له لست نه غورځول كيږي دا عادلانه نه ده.
افغان حكومت د ولسي جرګې د راتلونكو انتخاباتو له كانديدانو څخه غوښتي، چې د بريا لپاره دې له پيسو او زور څخه كار وانخلي. ولسمشر كرزي د جمعې په ورځ په راډيو يي وينا كې وويل ، چې انتخاباتي مبارزې او د ډېرو راېو د ګټلو لپاره هڅې د هركانديد حق دى، خو دغه حق بايد په قانوني چوكاټ كې پلي شي. په همدې حال كې د افغانستان د انتخاباتو خپلواك كميسيون هم وايي، چې هېڅ كانديد د بريا لپاره نا مشروع لاره نشى غوره كولى.
د سېلاب د مركزي قول اردو قوماندانۍ په پام كې لري، چې د ولسي جرګې تر انتخاباتو پورې د افغانستان يوولس ولايتونه ترامنيتي پوښښ لاندې راولي. د دغه قول اردو قوماندان جنرال محمدرحيم د پنجشنبې په ورځ خبريالانو ته وويل، چې د ولسي جرګې ترانتخاباتو پورې به په يو شمېر ولايتونو كې په انتخاباتو كې د خلكو د ګډون لپاره پوځي اوتصفيوي عمليات ترسره كړي.
نور راوښيه