د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۳

د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې ګډ تصفیوي عملیات پیل شو


د نادعلي ولسوالۍ په چاه انجير او زرغون كليو كې د افغان ملي اردو په مشرۍ، د ملي پوليسو، ملي امينت او ايساف ځواكونو له لوري عمليات پيل شوي دي.

دغه پيل شوي عمليات په دې خاطر ترسره كيږي، چې د پارلماني ټاكنو تر ورځې پورې په كليو كې د وسلوالو طالبانو شتون له منځه يوسي او په راتلونكو پارلماني ټاكنو كې د خلکو لپاره د امنيت ډاډ رامنځ ته كړي.

د هلمند د پوليسو د امنيت امر سمونوال كمالدين شيرزى وايي، دغه عمليات په هره اونۍ كې دوه ورځې ترسره كيږي، شيرزى وويل هدف يي په كليو او ولسواليو كې د راتلونكو پارلماني ټاكنو لپاره د امنيت ټینګښت دى.

سمونوال كمالدين شيرزي زياته كړه، په دې عملياتو كې اوليت هغه سيمو ته وركوي چې نا امني په كې زياته وي، دغه عمليات چې د ملي اردو، ملي پوليسو، ملي امنيت او ايساف ځواكونو له لوري ترسر ه كيږي د اوږدې مودې راهیسې د همږغۍ له مخې لمړي بې ساري عمليات دي چې د ګډو ځواكونو نوي او تازه ډلې په كې برخه اخلي.

كله چې د عملياتو په سيمه کې له سرتېرو پوښتنه كوو نو هر يو يي په حيرانتيا د همږغۍ په اړه خبرې كوي وايي، د خلکو د همكاري تر څنګ د ايساف ځواكونو د همږغۍ نه خوشاله يوو، خو د نادعلي ولسوالۍ د يو ديرش لویدیځې سيمې اوسيدونكي وايي، چاه انجير او زرغون كلي د لښكرګاه د ښار نه ډيرې لېرې پرتې سيمي نه دي، دوي غوښتنه كوي چې د افغان دولت په مشرۍ عمليات د دوي سيمې ته هم وغزول شي او د پارلماني ټاكنو لپاره دوي ته امنيت ټینګ كړي.

د هلمند د ملي امينت نوي دلګۍ په لمړۍ ځل د ټاكنو لپاره د امنيت د ټینګ په عملياتو كې برخه اخلي، د دې نوي او تازه جوړې شوې ډلې مشر د عملياتو پيل ښه بولي وايي، مالوم مقاومت نشته او د ګډو ځواكونو ترمنځ هم غږۍ هم سارې نه لري.

د هلمند په نادعلي ولسوالۍ كې دغه عمليات په داسې حال كې پيل شوي دي، چې په ډيرو سيمو كې يي امنيت پوره ډاډمن نه دی، خو د خلکو غوښتنه داده چې تر عمليات وروسته افغان ځواكونه په سيمه كې پاتې شي، د امنيت چارې غښتلي كړي، د ښې دولت داری لپاره زمينه برابره كړي او بيا رغونې ته زور وركړي.

د نادعلي ولسوالۍ چاه انجير او زرغون كلي سيمې ډيرې ګڼ ميشتې دي، د دې سيمې امنيت ځكه مهم دى چې د لښكرګاه څخه فراه، نيمروز او هرات ولايتونو ته غزېدلې لويه لاره هم د همدې سيمې نه تيريږي.

د ټاكنو لپاره د امنيت د ټنګښت په موخه دغه عمليات په داسې حال كې پيل شوي دي، چې په هلمند كې د پارلماني ټاكنو د كانديدانو كمپاينونه يوازې په لښكرګاه پورې محدود شوي دي.

ځكه ډيری كانديدان وايي د ولايت په نورو سيمو كې امنيت دومره نه دی ټینګ چې دوي د مركز نه په لېرو پرتو ولسواليو كې هم كمپاين وكړي.
XS
SM
MD
LG