د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۶

م.م:د انتخاباتو د امنیت او شفافیت لپاره دې ډیر څه وشي


سټیفن ډیمستورا:نا امني باید د دې لامل ونه ګرځي چې د افغانانو په راېو کې لاس وهنه وشي
سټیفن ډیمستورا:نا امني باید د دې لامل ونه ګرځي چې د افغانانو په راېو کې لاس وهنه وشي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندېوه ماموریت یا یوناما په دغه هېواد کې د ولسي جرګې د راتلونکو انتخاباتو د خوندیتوب په اړه اندېښنه څرګنده کړې. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړي استازي ویلي، چې د ولسي جرګې د انتخاباتو د امنیت او شفافیت لپاره دې ډیر څه وشي.

په داسې حال کې چې د افغانستان د ولسي جرګې راتلونکو انتخاباتو ته د کاندیدانو انتخاباتي کمپاینونه روان دي او د انتخاباتو خپلواک کمیسیون هم بېلابېلو ولایتونو ته په تدارکاتو بوخت دي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوېه ماموریت د دغو انتخاباتو په مخ کې د پرتو خنډونو له امله اندیښنه څرګنده کړې.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوېه ماموریت یا یوناما ویاند نظیف الله سالارزي ازادۍ راډیو ته وویل، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازي سټیفن دیمستورا یو پیغام خپورکړی دی چې په هغې کې یې د انتخاباتو د شفافیت لپاره په ځینو مسایلو څرګندونې کړي دي.

ښاغلی سالارزي د سټیفن دیمستورا د غوښتنو په اړه ازادۍ راډیو ته وویل:

"د ملګرو ملتونو ځانګړي استاذي سټیفن ډیمستورا په افغانستان کې یو شمېر ننګونو ته اشاره کړې چې نا امني باید د دې لامل ونه ګرځي چې د افغانانو په راېو کې لاس وهنه وشي ځکه يي د امنیتي چاراکو نه غوښتي دي چې د لا ډيرې بیدارۍ نه په څو اونیو کې کار واخلي.

دوهم دا چې هره امنیتي ارزونه چې د رایو د مراکزو په اړه شوې هغه خپله کمیسیون ته رسیدلې او ډیمسټورا غوښتي دي چې دا باید یو میاشت مخکې د ټاکنو له نېټې نه خپور شي. دا کولای شي د ټولټاکنو په شفافیت کې زیاتوالی راولي او د بلې خوا نه د کمیسیون د اعتبار لپاره ښه وي."

بل خوا د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مشر فضل احمد معنوي، چې په دې وروستېو کې یې ځینو ولایتونو ته سفرونه هم کړي، په یو شمېر ولایتونو کې یې د نا امنیو له امله د انتخاباتو د بهیر د پیلولو پر څرنګوالي اندېښنه څرګنده کړې.

ښاغلي معنوي ویلي، چې دوي به هڅه وکړي د امنیت په ټینګښت سره په دې ولایتونو کې په انتخاباتو کې د درغلیو مخه ونیسي.

بل لور ته بیا افغان امنیتي چارواکي وایي، چې دوي د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره د ډاډ منې امنیتي فضا د رامنځ ته کولو په هڅه کې دي په ټولو ولایتونو کې د انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره یو امنیتي پلان جوړ کړی:

د ملی دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهرعظیمی په دی اړه وایي:

(موږ د جمهوري ریاست د انتخاباتو په پرتله ډیر امکانات لرو، د دې وخت لپاره زموږ ځواکونه سل په سلو کې زیاتیږي.

اوس مهال موږ د کورنیو او بهرنیو ځواکونو په ګډون د انتخاباتو د امنیت لپاره درې سوه زره ځواکونه لرو، هوایي ځواک مو هم د کیفیت او هم د کمیت له اړخه ښه شوی دی، چې دا د انتخاباتو او لوژیستیک په مسایلو ډیراغیز لري.

نړېوال ځواکونه هم د هغه تېرو انتخاباتو په پرتله زیات شوی دی نو ویلای شم چې زموږ چمتوالی د تېر په پرتله ډیر زیات او ښه دی.)

ټاکل شوی د ولسي انتخابات د وږي میاشتې په اوه ویشتمه نېټه ترسره شي، خو د چارو یو شمېر شنونکي هم وایي که چېرې امنیتي حالت په همدې توګه دوام وکړي نو په ځینو سیمو کې به د شفافو او عادلانه انتخاباتو ترسره کېدو ستونزمن کار وي او د خلکو کم ګډون به هم د دې انتخاباتو شفافیت ته زیان ورسوي.

راپور: ذکیه غیاثي
XS
SM
MD
LG