د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۸

كرزى:انتخاباتي مبارزې دې د انتخاباتي قوانينو له مخې وشي


كرزى:كانديدان دې د بريا لپاره له پيسو او زور څخه كار ناخلي
كرزى:كانديدان دې د بريا لپاره له پيسو او زور څخه كار ناخلي

افغان حكومت د ولسي جرګې د راتلونكو انتخاباتو له كانديدانو څخه غوښتي، چې د بريا لپاره دې له پيسو او زور څخه كار وانخلي. ولسمشر كرزي د جمعې په ورځ په راډيو يي وينا كې وويل ، چې انتخاباتي مبارزې او د ډېرو راېو د ګټلو لپاره هڅې د هركانديد حق دى، خو دغه حق بايد په قانوني چوكاټ كې پلي شي. په همدې حال كې د افغانستان د انتخاباتو خپلواك كميسيون هم وايي، چې هېڅ كانديد د بريا لپاره نا مشروع لاره نشى غوره كولى.

په داسې حال كې، چې د روان كال د ولسي جرګې د راتلونكو انتخاباتو د كانديدانو په اړه داسې ګنګوسې موجودې دي، چې دوي د بريا لپاره له پيسواو زورڅخه كاراخلي، خوافغان حكومت ټينګار كوي، چې د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره كانديدان دې له پيسو او زورڅخه دې كار نه اخلي.

افغان ولسمشرحامد كرزي د جمعې په ورځ په يوه راډيويي وينا كې وويل، چې د كانديدانو انتخاباتي مبارزې دې د انتخاباتي قوانينو له مخې وشي:

"انتخاباتي مبارزه او د زياتو راېو د ګټلو لپاره هڅې د هر كانديد روا او قانوني حق دى خو د دې حق استفاده بايد د قانون په چوكاټ كې وشي.

زموږ كانديدان بايد خپلې مبارزې د انتخاباتو د قانون او د هېواد د نورو قوانينوله روحيي او احكامو سره سمې پر مخ بوځي.

زور، تهديد، تخفيف او نورو هغو لارو څخه په استفاده چې قانون منع كړي قطعا جوازنه لري."

په همدې حال كې د انتخاباتو خپلواك كميسيون خبردارى وركوي، هرهغه عمل، چې د افغانستان د قوانينو او د دغه كميسيون د پروګرامونو په خلاف وي، د انتخاباتو د خپلواك كميسيون له جدي غبرګون سره به مخ شي.

د انتخاباتو د خپلواك كميسيون رئيس فضل احمدمعنوي وايي، چې هېڅ زور واك نه شي كولى، چې د انتخاباتو پروسه زيانمنه كړي:

"هغه پروسه چې په مخ كې يي لرو او هغه تيارى چې موږ نيولى، په هغې كې پيسې،زور، شتمني او هېڅ نامشروع نفوس نه شي كولى، چې د انتخاباتو پروسه زيانمنه كړي.

په هغه ځاى چې موږ شك ولرو، نو صندوقونه به قرنطين شي او په انتخاباتي معيارونو به وڅېړل شي. له هغه پرته به ونه شمېرل شي."

تردې مخكې د انتخاباتو خپلواك كميسيون د شفافو انتخاباتو د ترسره كېدو خبر وركړى وو، خو اوس مهال داسې انتقادونه كيږي، چې د ولسي جرګې راتلونكو انتخاباتو ته كانديدان په انتخاباتو كې د بريا لپاره د رايې وركونې كارټونه په پيسو اخلي.

په پام كې ده، چې خلك د سنبلې يا وږي مياشتې په ۲۷ نېټه د افغانستان د ولسي جرګې په انتخاباتو كې ګډون وكړي.
XS
SM
MD
LG