د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۴

ترانتخاباتو پورې به ۱۱ولايتونه ترامنيتي پوښښ لاندې راشي


د سيلاب د مركزي قول اردو قوماندان جنرال محمدرحيم
د سيلاب د مركزي قول اردو قوماندان جنرال محمدرحيم

د سېلاب د مركزي قول اردو قوماندانۍ په پام كې لري، چې د ولسي جرګې تر انتخاباتو پورې د افغانستان يوولس ولايتونه ترامنيتي پوښښ لاندې راولي. د دغه قول اردو قوماندان جنرال محمدرحيم د پنجشنبې په ورځ خبريالانو ته وويل، چې د ولسي جرګې ترانتخاباتو پورې به په يو شمېر ولايتونو كې په انتخاباتو كې د خلكو د ګډون لپاره پوځي اوتصفيوي عمليات ترسره كړي.

د سېلاب د ۲۰۱ قول اردو امنيتي ساحه يوولس ولايتونه دي، چې په يو شمېر دغو ولايتونو كې د وسله والو مخالفينو فعاليتونه په پراخ ډول موجود دي.

د سيلاب د مركزي قول اردو قوماندان جنرال محمدرحيم د پنجشنبې په ورځ خبريالانو ته وويل، چې د مخالفينو ګواښونه د دغو سيمو اوسيدونكي د انتخاباتو په پروسې كې له ګډون څخه نه شي محرومولى.

جنرال محمد رحيم وويل، چې افغان او بهرني ځواكونه به د ولسي جرګې د انتخاباتو په پروسې كې د خلكود ګډون په هدف پراخ پوځي
د افغانستان د دفاع وزارت چارواكي هم وايي، چې امنيتي ستونزې په ځينو ولايتونو كې موجودې دي
عمليات پيل كړي:

"موږ د دوهم ځل پارلماني ټاكنو په ترڅ كې ځينې پلانونه لرو، په ځينو ځايونو كې ګواښونه شته او په هغه ځايونو كې چې دا تهديدونه احساس شي، نو موږ اماده يو چې هلته پوځي عمليات ترسره كړو، ترڅو د ازاده ټاكنو او همدا راز د رايي وركونې د حق د ترلاسه كولو زمينه مو برابره كړي وي."

د سېلاب مركزي قول اردو د افغانستان په يوولسو ولايتونو كې درې محاربوي لواوې، پنځه ګارنيزيونونه او د لوژيستيكي ملاتړ يو كنډك لري، چې په امنيتي فعاليتونو بوخت دي.

د دوى امنيتي فعاليتونه د افغانستان په يوولسو ولايتونو كې دي چې له دې ډلې څخه په نورستان، كنړ، ميدان وردګ، لوګر، كاپيسا، ننګرهار او لغمان ولايتونو كې امنيتي ستونزې ډيرې دي، چې ويل كيږي تر ډيره وسله وال مخالفين د پولې له هغې غاړې په دغو ولايتونو حملې كوي.

د سيلاب د مركزي قول اردو د قومندان په خبره په مجموعي توګه په دغو ولايتونو كې به ۱۵۶۵ د راېو مركزونه او ۴۱۴۰ انتخاباتي سايټونه موجود وي، چې تر انتخاباتو پورې بايد په بشپړه توګه امنيت په كې ټينګ شي.

د افغانستان د دفاع وزارت چارواكي هم وايي، چې امنيتي ستونزې په ځينو ولايتونو كې موجودې دي چې د حل كولو لپاره يې بايد پوځي عمليات ترسره شي.

د دفاع وزارت وياند جنرال ظاهرعظيمي په دې اړه وايي:

"پرڅو برخو څيړنې روانې دي، چې ځينې څيړلو ته اړتيا لري، ځينې يي تصفيوي عملياتو ته اړتيا لري او ځينې يي هم محاربوي عملياتو ته اړتيا لري.

په ټوليز ډول به ووايو چې افغان ځواكونه به د خداى په مرسته د نړېوالو ځواكونو په ملاتړ او د خلكو په همكارۍ سره د ټاكنيزو مركزونو امنيت خوندي كړي. په ځينو مواردو كې چې ډير به محدود وي او اوس هم زموږ تر څيړنو لاندې دي، په ټوليز ډول به امنيت و ساتل شي."

په پام كې ده، چې د ولسي جرګې انتخابات د سنبلې يا وږي د مياشتې په ۲۷مه نېټه په ټول هېواد كې ترسره شي، په افغانستان كې د ولسي جرګې انتخابات په داسې حال كې ترسره كيږي، چې د كار پوهانو په باور په افغانستان كې امنيتي حالت تر پنځه كاله پخوا خراب شوي.

په داسې حال كې، چې افغان او بهرني امنيتي ځواكونه د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره د ټينګو امنيتي تدابيرو څخه خبر وركوي خلك اندېښمن دي چې ښايي د ولسي جرګې په انتخاباتو كې امنيتي وضع لا پسې خرابه شي.
XS
SM
MD
LG