د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۲

مشرانو جرګه:د انتخاباتو کمیسیون په درغلیو تورن کسان بیا په دندو ګمارلي


د افغانستان د مشرانو جرګې یو شمېرغړي د افغانستان د انتخاباتو په خپلواک کمیسیون دا تور لګوي چې د دغه کمیسیون هغه غړي چې د ولسمشرۍ په تېرو انتخاباتو کې په درغلیو تورن ول او له خپلو دندو ګوښه شوي ول اوس بیا په خپلو پخوانیو دندو ګمارل شوي دي.

وروسته ترهغې چې د افغانستان د مشرانو جرګې د سې شنبې د ورځې عمومي غونډې ته د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د رییس فضل احمد معنوي د نه راتګ خبره سپینه شوه سناتورانو دا تور ولګوو چې کمیسیون خپل هغه پخواني کارکوونکي چې د درغلیو په تور له دندو ګوښه شوي ول بیا په کار ګمارلي دي.

د افغانستان په مشرانو جرګه کې د تخار ولایت استازي مولوي عرفان وايي، چې دی په دې اړه ثبوت لري چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون په واک کې به یې ورکړي:

( له بده مرغه هغه کسان چې نومونه یې د انتخاباتو د کمسیون په تور لیست کې شامل ول او له دندې ګوښه شوي ول بیا په ولایتو کې دنده ګمارل شوي دي، چې زه حاضر یم د دوي نومونه، پخوانی دنده او ځای یې ټول د کمیسیون په واک کې ورکړم.)

خو د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور دغه تورنه په کلکه ردوي او وايي، چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ګوښه شوي کارکوونکي هغوي چې نومونه یي د دغه کمیسیون په تور لست کې شامل دي د دغه کمیسیون په چوکاټ کې بیا په دنده نه دي ګمارلي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویاند دغه شان په امنو سیمو کې د رایې ورکونې د مرکزونو د کموالو په برخه کې د سناتورانو د شکایتونو په اړه وايي، چې دغه کار د انتخاباتو د شفافیت لپاره او تر یو لړ څیړنو وروسته شوی دي.

د افغانستان مشرانو جرګې یادو شوېو او نور شکایتونو ته د ځواب ویلو لپاره د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون رییس فضل احمد معنوي د دوشنبې په ورځ خپلې عمومي غوندې ته وربللی و، خو دا چې ښاغلي معنوي د ولسي جرګې د راتلونکو انتخاباتو لپاره ولایتونو ته په سفر کې و د مشرانو جرګې عمومي غونډې ته حاضر نه شو.

سناتوران وايي، چې د ولسي جرګې د راتلونکو انتخاباتو په اړه ګڼې اندېښنې لري چې غواړي د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له چارواکو سره یې شریکې کړي.
XS
SM
MD
LG