د افغانستان د انتخاباتي شكايتونو كمېسيون وايي، چې د كانديدانو په اړه شكايتونه څېړي او دې كار ته دوام وركوي، د همدې كمېسيون يو غړي د يكشنبې په ورځ تر غرمې وروسته په كابل كې خبريالانو ته وويل، چې د لسګونو داسې كسانو دوسيې څېړي چې تر اوسه يې له خپلو دندو څخه استعفا نه ده وركړې خو كانديدان دي.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواكه كميسيون د ولسي جرګې انتخاباتو ته د كانديدانو وروستى لست، چې نومونه يي د رايې وركولو په پاڼوكې چاپ شوي اعلان كړ. د دغه كميسيون رئيس فضل احمد معنوي د پنجشنبې په ورځ په كابل كې په يوه خبري كنفرانس كې وويل، چې دغه لست د انتخاباتو د شكايتونو د اورېدو د كميسيون له څېړنې وروسته بشپړ شوى دى، ښاغلي معنوي زياته كړه، چې د رايې وركولو د پاڼو د چاپ كار له هېواده بهر شوى.
د افغانستان د انتخاباتو د كميسيون د رسنېوكميسيون د كابل او ولايتونو خبريالانو ته يوه روزنيزه دوره پيل كړې، په دې دوه ورځنۍ دوره كې به يو شمېرخبريالانو ته د انتخاباتو او انتخاباتي كمپاين په اړه د رپوټ د برابرولو په اړه زده كړه وركړل شي. بل خوا يو شمېرخبريالانو شكايت كړى، چې د انتخاباتي كمپاينونو په اړه د راپور وركولو په برخه كې ګواښل كيږي او له امنيتي ستونزو سره مخ دي.
د افغانستان د انتخاباتي شكايتونو د اورېدلو كميسيون د ولسي جرګې د كانديوانو له وروستي لست څخه د ۳۱ نومونه د توږلو خبره كوي، د دوى په وينا دغه كانديدان د غير مسولو وسلوالو ګروپونو سره په تړاو تورن دي. د افغانستان د انتخاباتي شكايتونو د اوريدلو د كميسيون غړي او وياند احمدضيا رفعت به کابل كې خبريالانو نور جزيات هم وركړي.
د لمړي ځل ټاکنې پر پرتله به د راېه وركولو مركزونه او د دوی د كاركونكو شمېره هم راكمه كړاي شي او داسي لارې چارې يې هم سنجولي دي، چې د درغليو مخه به هم ونيسي .
دغو ښځو د مدني ټولنې او د افغان ميرمنو د شبكې لخوا په جوړه شوې يوه غونډه كې د انتخاباتو په خپلواك كمسيون انتقاد وكړ، چې په ولايتي شوراګانو او په ځانګړي ....
۳۴۹۵ مشكوكو صندوقونو څخه به ۳۵۸ په نمونوي ډول وڅيړل شي او د افغانستان د انتخاباتو خپلوك كميسيون تمه ښودلې چې دغه پروسه به په راتلونكو څو ورځو كې بشپړه شي او نتايج به يې اعلان شي.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د شنبې په ورځ له یوې غونډې وروسته پریکړه وکړه چې د ولایتي شوراګانو د انتخاباتو نتایج به اعلانوي.
په داسې حال کې، چې په افغانستان کې د یوایتلافي حکومت د جوړولو لپاره د هڅو اوازو زور اخيستی خو افغان ولسمشر او په انتخاباتو کې د هغه نږدې رقیب دا هڅې ردوي او وايي، چې د دوی په پروګرامونو کې دا څه ځاې نه لري.
د افغانستان پر انتخاباتو د اروپايې ټولنې د څار ډلې د افغانستان په سږنيو انتخاباتو كې د دغو درېوو كانديدانو په ګټه د لاس وهنې خبره راپورته كړه.
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواك كميسيون چارواكي وايي چې د انتخاباتي شكايتونو له كميسيون پرته بل هيڅ يو ارګان د رايو د بيا شميرلو د غوښتنې صلاحيت نه لري.
نور راوښيه