د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۳

نن به د ولایتي شوراګانود انتخاباتو وروستي نتایج اعلان شي


د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور
د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د شنبې په ورځ له یوې غونډې وروسته پریکړه وکړه چې د ولایتي شوراګانو د انتخاباتو نتایج به اعلانوي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور ازادۍ راډیو ته وویل، د دیرشو ولایتونو د شوراګانو د انتخاباتو نتایج به نن د ورځې په وروستیو کې د دغه کمیسیون په ویب پاڼه کې راڅرګند شي:

"د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د کمشنرانو بورډ دا تصویب کړه چې نن باید د دیرشو ولایتونو د ولایتي شوراګانو د انتخاباتو پایلې اعلان شي. دا نتایج به نن تر ناوخته پورې د انتخاباتو د کمیسون په ویب پاڼه کې راڅرګند شي، په هېواد کې دننه او بهر خلک کولای شي چې دغه نتایج وګوري او له نتایجو ځان خبر کړي."

ښاغلي نور زیاته کړه، د پاتې څلورو نورو ولایتونو د انتخاباتو نتایج به هم ډير ژر اعلان شي.

د افغانستان د څلور دیرشو ولایتونو د ولایتي شوراګانو ټولو ۴۲۰ څوکیو ته څه کم درې زره او دوو سوو کسانو ځانونه کاندید کړي و.

د ولایتي شوراګانو انتخابات د جمهوري ریاست له هغو سره یو ځای د اسد په نه ویشتمې نېټې ترسره شوي و.

د جمهوري ریاست د انتخاباتو لومړني نتایج اعلان شوي دي چې له مخې یې ولسمشر حامد کرزي د بري لپاره کافي رایې راخپلې کړي دي، خو په دغو انتخاباتو کې د درغلیو په اړه د شکایتونو له امله یې د وروستیو نتایجو اعلان ځنډیدلی.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون همداراز خبر ورکوي ، چې د جمهوري ریاست د رایې ورکولو په ځینو محلونو کې د ناسمو رایو د له سره شمېرلو پروسه به هم سبا پیل شي:

" د هغه پلان له مخې چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون او د انتخاباتو د شکایتونو کمیسیون جوړ کړی، د دغو رایو بیا شمارل ښايي سر له سبا پیل شي. د انتخاباتو د شکایتونو کمیسیون چې په دې برخه کې هر ډول همکاري ته اړتیا ولري، موږ ورسره مرستې ته چمتو یو."

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون او د انتخاباتو د شکایتونو کمیسیون په دې وروستیو کې پریکړه وکړه چې د رایې ورکولو د څه باندې درې زره مرکزونو او محلونو رایې به له سره شماري.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون چارواکي وايې، په دغو ځایونو کې به د صندوقونو رایې په نمونوي ډول شماري.

دوی وایې د جمهوري ریاست د انتخاباتو وروستۍ نتیجه به تر هغو نه اعلانیږي تر څو چې درغلیو په اړه د شکایتونه څیړل شوي نه وي.
XS
SM
MD
LG