د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۵

د كانديدانو وروستى لست چې د رايي په پاڼو كې چاپيږي اعلان شو


د افغانستان د انتخاباتو خپلواك كميسيون رئيس فضل احمد معنوي
د افغانستان د انتخاباتو خپلواك كميسيون رئيس فضل احمد معنوي

د افغانستان د انتخاباتو خپلواكه كميسيون د ولسي جرګې انتخاباتو ته د كانديدانو وروستى لست، چې نومونه يي د رايې وركولو په پاڼوكې چاپ شوي اعلان كړ. د دغه كميسيون رئيس فضل احمد معنوي د پنجشنبې په ورځ په كابل كې په يوه خبري كنفرانس كې وويل، چې دغه لست د انتخاباتو د شكايتونو د اورېدو د كميسيون له څېړنې وروسته بشپړ شوى دى، ښاغلي معنوي زياته كړه، چې د رايې وركولو د پاڼو د چاپ كار له هېواده بهر شوى.

د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره د تيارېو په لړ كې د دغه هېواد انتخاباتو خپلواك كميسيون د كانديدانو وروستى لست چې د رايې وركولو په پاڼو كې چاپيږي اعلان كړ.

د وروستي لست له مخې چې د روانې مياشتې په لومړۍ نېټه د انتخاباتو د خپلواك كميسيون له خوا خپورشو ، ۲۵۷۷ تنه كانديدان په كې شامل وو، خو د دغه كميسيون ريس فضل احمد معنوي د پنجشنبې په ورځ په كابل كې په يوه خبري كنفرانس كې وويل، چې له هغې ډلې څخه ۵۴ تنه له خپلۍ كانديداتورۍ څخه تېر شول، ۳۶ تنه له غير قانوني وسلوالو ډلو سره د اړيكو په تور، ۳۱ تنه د انتخاباتو د خپلواك كميسيون له خوا او ۷ تنه نور كانديدان له اوسنيو پستونو څخه د استعفا د نه وركولو له امله له وروستي لست څخه لرې شوي دي.

ښاغلي معنوي د ولسي جرګې د انتخاباتو د كانديدانو وروستى لست، چې نومونه يي د رايې وركولو په پاڼو كې چاپ شوي دي داسې اعلان كړ:

(هغه مجموعي شمېره چې موږ وروسته تر فلټر او وروسته تر هغه چې ځيني كسان د هغه نه يو ډول وايستل شوه او يا يي هم ځانونه و ايستل.

د هغوي خالصه شمېره چې د راېو پاڼې يي د چاپ لپاره هم استول شوي دي، دوه زره او پنځه سوه او شپږ پنځوسو ته رسيږي، چې د هغه له منځه دوه زره او يو سل او پنځوس تنه يي نارينه او پاتې څلور سوه او شپږ تنه يي ښځې دي.)

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواك كميسيون د يوې نوې پريكړې پراساس، هغه ژورناليستان چې خپل ځانونه يي د افغانستان ولسي جرګې ته كانديد كړي دي نه شي كولاى چې د كمپاينونو په بهيركې په رسنيوكې را څرګند شي بلكه له نورو كانديدانو سره په مساويانه ډول بايد تصويري او صوتي رسنيو كې برخه واخلي.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواك كميسيون چارواكي وايي، چې د هېواد د وګړو د دقيقې احصايي د نشتوالي له كبله به د ولايتونو لپاره د ولسي جرګې د څوكيو ويشنه د ۱۳۸۴ كال د انتخاباتو له مخې تر سره شي.

دغه راز د دې كميسون رييس وايي، چې د راېو پاڼو د چاپ كارهم پيل شوى او دا ښيي چې د ولسي جرګې راتلونكو انتخاباتو ته هيلې لا زياتې شوي دي:

(كميسيون داسې يوې مرحلې ته رسېدلى دى، چې شاته را تګ ورته ډيره ګرانه ده، موږ د رايې وركولو پاڼې هم د چاپولو لپاره استولي دي چې په دوبى كې چاپيږي.

تر اوسه پورې پينځه ويشت په سلو كې پاڼې چاپ شوي دي، د دې پاڼو شمېره چې چاپيږي، دولس ميليونه او پينځه سوه او يو اتيا زره او څلور سوه پاڼې به وي.)

تمه كيږي، چې د ولسي جرګې انتخابات د روان كال د سنبلې يا وږي د مياشتې په ۲۷ نېټه په ټول افغانستان كې ترسره شي.

د انتخاباتو د ترسره كېدو په ورځ د رايې وركولو د مركزونو د امنيت ټينګښت مساله د دې انتخاباتو پر وړاندې اساسي ستونزه بلل كيږي، چې تر اوسه هم د افغانستان خلك او د انتخاباتو خپلواك كميسيون يي په اړه اندېښنه لري.

خو د افغانستان امنيتي ځواكونه ډاډ څرګندونې چې امينتي ځواكونه به د انتخاباتو په ورځ ډاډ من امنيت ټينګ كړي او خلك به وكولاى شي په ډاډه زړه رايې وركړې.

خبرياله : ماريا صديقي
XS
SM
MD
LG