د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۱

په كابل كې افغان خبريالانو ته يوه روزنيزه دوره پيل شوه


افغانن خبريالانو ته يوه دوه ورځنى روزنيزه دوره
افغانن خبريالانو ته يوه دوه ورځنى روزنيزه دوره

د افغانستان د انتخاباتو د كميسيون د رسنېوكميسيون د كابل او ولايتونو خبريالانو ته يوه روزنيزه دوره پيل كړې، په دې دوه ورځنۍ دوره كې به يو شمېرخبريالانو ته د انتخاباتو او انتخاباتي كمپاين په اړه د رپوټ د برابرولو په اړه زده كړه وركړل شي. بل خوا يو شمېرخبريالانو شكايت كړى، چې د انتخاباتي كمپاينونو په اړه د راپور وركولو په برخه كې ګواښل كيږي او له امنيتي ستونزو سره مخ دي.

په داسې حال كې چې په افغانستان كې د ولسي جرګې انتخاباتو ته انتخاباتي كمپاينونه روان دي، په لسګونو خبريالان د افغانستان له مركزاو ولايتونو څخه د انتخاباتو د خبري پوښښ د زده كړې لپاره كابل ته رابلل شوي دي.

د زده كړې دغه دوره د افغانستان د انتخاباتو د خپلواك كميسيون د رسنيو د كميسيون له خوا د چهارشنبې په ورځ پيل شوه.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواك كميسيون مرستيال محمدايوب اصيل د زده كړې د دغې دورې هدف د انتخاباتو د كانديدانو لپاره د مساوي زمينې برابرول با اهميته وبلل.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواك كميسيون چارواكو د هېواد له ټولو خبري رسنيو څخه وغوښتل چې د انتخاباتو د خبري پوښښ پر مهال توازن په پام كې ونيسي او د كانديدان لپاره دې د رسنيو ساحه نه محدودوي.

بل خوا يو شمېرخبريالان شكايت كوي، چې د انتخاباتو په اړه د راپور وركولو په برخه كې له امنيتي ستونزو سره مخ دي.

په افغانستان كې اوس مهال په سلګونو راډيويي او ټلويزيوني شبكې او ورځپاني فعاليت كوي چې د كانديدانو انتخاباتي منډې ترړې يي تر پوښښ لاندې راوستي دي.

يو شمېركانديدان د ځينو رسنيو له ځانګړي ملاتړه برخمن دي او له همدې كبله ويل كيږي چې دوى په غير متوازنه توګه د سياليو لپاره له پراخو امكاناتو څخه برخمن دي.

خو د افغانستان د ټاكنو د خپلواك كميسيون چارواكي وايي، چې رسنۍ بايد په متوازنه توګه انتخاباتي كمپاينونه ترپوښښ لاندې راولي.
XS
SM
MD
LG