د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۰۱

اروپايې اتحاديې:په انتخاباتو کې د كرزي او بشردوست په ګټه لاس وهنې شوې

د افغانستان د ولسمشرۍ د سږنيو انتخاباتو درېوو تنو كانديدانو حامد كرزي، عبدالله عبدالله او رمضان بشردوست د افغانستان د ولسمشرۍ په سږنيو انتخاباتوکې د اروپايي اتحاديې د څار د ډلې د دغو ادعاګانو په اړه بېلابېل غبرګونونه ښكاره كړي.

ولسمشر كرزي وايې چې د اروپايې اتحاديې د څار د ډلې د دې راپور په اوريدلو سره يې ټكان خوړلى دى:
کرزی وایې ددې توطیې په اوریدو سره مې ټکان خوړلې


"د داسې لويې توطئه په اورېدو سره چې د افغانستان په انتخاباتو د اروپايې اتحاديې د څار ډلې يې په اړه خبرې كړې، ما تعجب كړى او حتى ټكان مې خوړلى.نه غواړم په دې اړه تبصره وكړم، دوى څارونكي دي او د خپلې څارنې په اړه يې ويلي دي.


اوس نو دا مساله د انتخاباتي شكايتونو په كميسيون او د انتخاباتو په خپلواك كميسيون پورې اړه لري."

خو ډاكټر عبدالله عبدالله بيا د پنجشنبې په ورځ په كابل كې يوې خبري غونډې ته وويل په داسې حال كې چې درې لكه تقلبي رایې د ده په ګټه په صندوقونو كې اچول شوي په اړه يې د څيړنو غوښتونكى دى:
"له هغو درې لكو رایو څخه چې زموږ په اړه مشكوكې ګڼل شوې، په دې كې يو صندوق هم په داسې ځاى كې نه و چې هلته څارونكي ونه اوسې او خلكو په ازادانه ډول په انتخاباتو كې ګډون نه وي كړاى، زه په ډاډ سره ويلي شم چې دغه صندوقونه
ډاکټر عبدالله وايي د ولسمشر کرزي په ګټه درغلۍ شوې
ډيرى په هغو ځايونو كې و چې خلكو له موږ څخه ملاتړ كړى و، كله چې موږ د څيړنو غوښتنه كوو دا ښيې چې كومه ستونزه نشته او بايد مشكوكې رایې وشمېرل شي."

د افغانستان پر انتخاباتو د اروپايې اتحاديې د څار ډلې په دې ورستيو كې ويلي چې له يو مليونو څخه زياتې تقلبي رایې د حامد كرزي له درې لكو څخه زياتې د ډاكټر عبدالله او له ۹۲ زرو څخه زياتې د رمضان بشردوست په ګټه په صندوقونو كې اچول شوې.

خو ډاكټر رمضان بشر دوست د دوو نورو كانديدانو په پرتله جدي دى او وايې چې د اروپايې اتحاديې د څار د ډلې په وړاندې به د افغانستان لوى څارنوالۍ ته خپل اعتراض پاڼه وسپاري:

" د اروپایې اتحادې راپور غلط ده، زه اوس په سرانوالۍ کې په رسمي توګه عریضه کوم دوی چې کوم تور په بشردوست لګولې دی دا غلط دی."

د افغانستان د انتخاباتو خپلواك كميسيون په دې اړه څه نه دي ويلي او په يو ډول سره يې دا د افغانستان په انتخاباتو كې لاس
بشردوست وایې اروپایې ټولنې چې کوم تور پر ما لګولی ناسم دی.
وهنه ښودلې.

د دغه كميسيون وياند نور محمد نور ازادۍ راډيو ته وويل چې د اروپايې اتحاديې د څار د ډلې له خوا په انتخاباتو كې د لاس وهنو په اړه وړاندې شوي ارقام ناسم او له مبالغې ډك دي.

خو دا يواځې د افغانستان په سږنيو انتخاباتو د اروپايې اتحاديې د څار ډله نه ده چې په انتخاباتو كې د پراخو لاس وهنو خبره كوي بلكه تر دې مخكې پر انتخاباتو يو شمېر نور څارونكو ټولنو هم په دې اړه خپله اندېښنه ښكاره كړې.
This item is part of
XS
SM
MD
LG