نړیواله ټولنه د ایران د لانجمن هستوي پروګرام په اړه زیاتې اندیښنې لري او له اوږدې مودې راهیسي روانو ډپلوماتیکو هڅو هم کومه نتیجه نه ده ورکړي. د امریکا متحده ایالات زیار باسي چې په تهران باندې د نویو بندیزونو لګولو هلې ځلې زیاتې کړي.
د سعودي عربستان او ايران حکومتونه په دې خبرې کوي چې د اسامه بن لادن لور ته څنګه لار برابره کړي چې له ايران څخه ووځي. دا خبر شرق الاوسط ورځپاڼې د يکشنبې په ورځ خپور کړ.
په ایران کې د حکومت د مخالفینو مشر میرحسین موسوي وايي چې ایران په جدي بحران کې دی. موسوي پر حکومت غږ وکړ چې د وروستیو مظاهرو په ترڅ کې لسګونه نیول شوي کسان سمدستي خوشې کړي.
په ایران کې ۶ میاشتې وړاندې د ولسمشرۍ له لانجمنو انتخاباتو وروسته د حکومت د مخالفوګوندونو پلویانو په تهران او نورو ښارونو کې د پراخو مظاهرو پر مهال د درغلیو پرضد شعارونه ورکړه او په همدې سره په دغه هیواد کې د اصلاح غوښتونکو شین پاڅون پیل شو.
د امريکا ولسمشر بارک اوباما پرون په خپله وينا کې وويل تاريخ به د ايران ازادي غوښتونکي مبارزين او سياسي مخالفين ياد ساتي، د امريکا تر څنګ ځينو غربي هېوادونو هم د ايران د اوسني رژيم مرګونې سخت ګيري غندلې ده.
د ایران د بهرنیوچارو وزیر منوچهرمتکي د پنجشنبې په ورځ په دې اړه وروسته له هغه څرګندونې وکړې، چې د بریتانیې ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړ، چې د ماشومانو په ګډون د بن لادن ځینې نژدې خپلوان په ایران کې په یوه پټ ځای کې اوسېږي.
شرق الاوسط عربي ورځپاڼه رپوټ ورکړی چې دالقاعده شبکې دمشر اسامه بن لادن لور په تهران کې دسعودي عربستان سفارت ته پناه وړې ده .
نن د ایران په لوې ښار قم کې د دې هیواد د ستر مخالف مذهبي مشر د جنازې مراسم تر سره شول . منتظری چې د شنبی په ورځ یې له نړۍ سترګي پټې کړې ، په ۱۹۷۹ کال کې د اسلامی انقلاب یو له اصلي طراحانو څخه وو، چې په نتیجه کې یی شاهي نظام نسکورشو.
د ايران يو مهم روحاني خو د حکومت منتقد او سياسي مخالف ايت الـه العظمى حسيني علي منتظري د ٨٧ کلونو په عمر مړ شو، د ازادۍ راډيو د خبر مرکزي څانګې په دې اړه يو راپور خپور کړى چې دلته یې لوستلی شۍ.
د ایران د اتومي انرژۍ د ادارې د مشرعلی اکبر صالحې دا څرګندونې د فارس نیمه دولتي خبری اژانس خپرې کړې دي. ده ویلی موږ د یورانیمو د غني کولو نوی ستنرفیوجونه د [ ای ار ۳ او ای ار ۴] په نوم ازمویلي دي.
فرانسې د ملګرو ملتونود امنیت شورا له غړیو وغوښتل چې په ایران باندې د نویو بندیزونو لګولو په لارو چارو دې غور وکړي او دا ځکه تهران ونشو کړای ثابته کړي چی اتومي پروګرام یې د سوله ییزو مقصدونو لپاره دی.
د ترکیې صدراعظم رجب تیپ اردوغان پرون په سپینه ماڼۍ کې د دامریکا د متحده ایالاتو له ولسمشر بارک اوباما سره وکتل.
نور راوښيه