د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۶ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۱۲

ایران خپل د یورانیمو د غني کولونوې ستنرفیوجونه وازمول


د ایران د اتومي انرژۍ د ادارې د مشرعلی اکبر صالحې دا څرګندونې د فارس نیمه دولتي خبری اژانس خپرې کړې دي. ده ویلی موږ د یورانیمو د غني کولو نوی ستنرفیوجونه د [ ای ار ۳ او ای ار ۴] په نوم ازمویلي دي.

ښاغلي صالحي زیاته کړه، موږ پلان لرو، چې په دې برخه کې د ستونزو له لرې کولو او اصلاحاتو راوستلو وروسته په دوه زره یولس کاله کې لدې دستګاوو استفاده پيل کړو.

ایران له نړېوالې ټولنې سره د یورانیمو د غني کولو د پروګرام په سر لانجه لري، چې د تهران حکومت یې یوازې د برق د تولید په هدف ګڼي خو متحد ایالات او اروپایي دولتونه ویره لري، چې ښايی ایران په پټه د اتومي بم جوړولو هڅې کوي .

د ایران اسلامی دولت د اکټوبر په میاشت کې وویل، چې د چټکو سنترفیجونو د فعالولو پلان لري ترڅو د قم ښار ته په نږدې اتومي بټۍ کې استفاده ځيني وکړي .

د قم ښار ته نږدې دا کارخانه اوس اوس نړېوالو ته ښکاره شوه .

د اتومي چارو کارپوهانو ويلي، چې د سنترفیوجونو نوې موډل د دې توان لري، چې د ایران د اوسنيو تولیداتي کارخانو توان یو په درې زیات کړي.

د ایران کارخانې د نونس سوه اویایمې لسیږی څخه پاتې او زړې دي.

د ایران د اتومي انرژۍ د ادارۍ مشر فارس خبری اژانس ته ویلي، چې اوس مهال دوی لږ تر لږه شپږ رزه سنترفیوجونه فعال کړي دي.

کارپوهان په دې باور دي، چې ښکاره کیږی ایران د یورانیمو د غني کولو په برخه کې له تخنیکی ستونزو سره مخامخ دی خو ایران وايي، چې د یورانیمو د غنی کولو خپل فعالیتونه به نه دروي.

د ایران د اتومي انرژۍ د ادارې ریس علي اکبر صالحي د ایسنا خبري اژانس ته ویلي، چې دوی د تیلو اخیستلو ته ترجیح ورکوي او د ایران په څير هېواد ته د ضرب الاجل ټاکل کار نه ورکوي.
XS
SM
MD
LG