د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۶ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۱۲

د اسامه بن لادن د کورنۍ څو غړي ایران کې بندیان دي


شرق الاوسط عربي ورځپاڼه رپوټ ورکړی چې دالقاعده شبکې دمشر اسامه بن لادن لور په تهران کې دسعودي عربستان سفارت ته پناه وړې ده .

ایمان بن لادن چی دخپلې کورنۍ له څونورو غړو سره یوځای په ایران کی نظربنده اوسیده دسعودي دغه سفارت ته ورغلې ده .

ورځپاڼه وایي هغی خپل ورور عبدالله ته چې په سعودي عربستان کې اوسي تلیفون کړی او ویلي دی چې له اتوکلونو راهیسې له خپلو پنځو وروڼو سره په ایران کې نظربنده ده.

داسامه بن لادن بل زوی عمر بن لادن چې په قطرکې اوسي شرق الاوسط ورځپاڼې ته ویلي دي چې دده خورایمان ، پنځه وروڼه او دام حمزه په نامه دده میره په ایران کې نظربند دي .

ده له ایرانی چارواکو غوښتي چی دوی خوشې کړي .

په تهران کې دسعودي عربستان دسفارت شارژدافیر فواد قصاص شرق الاوسط ورځپاڼې ته ویلي دي چې داسامه بن لادن لور پنځه ویشت ورځې کیږي چې ددغه سفارت میلمنه ده اوسفارت کوشش کوي چی هغه یا سعودی عربستان او یا سوریې ته واستوي .

فواد قصاص ویلي دي چې دا زمونږ مسولیت ځکه دی چې ایمان دسعودي عربستان تبعه ده او مونږله هرسعودي هیوادوال سره چې زمونږمرسته وغواړي کومک کوو .
XS
SM
MD
LG