په ایران کې د حکومت د مخالفینو مشر میرحسین موسوي وايي چې ایران په جدي بحران کې دی. موسوي پر حکومت غږ وکړ چې د وروستیو مظاهرو په ترڅ کې لسګونه نیول شوي کسان سمدستي خوشې کړي.
وروستیو مظاهرو چې په تېرو دېرشو کلو کې یې ساری نه دی لیدل شوی، ایران د کورني بحران له ترټولو سخت حالت سره مخامخ کړ.
په همدې حال کې ایراني چارواکو د مخالفینو پر مشرانو تور لګولی چې د ایران له د ښمنو هېوادونو سره اړیکي لري.
د ایران د حکومت مخالف مشر میرحسین موسوي په هغه خبرپاڼه کې چې د ده په انترنیټ پاڼه کې خپره شوې ویلي دی چې د ده هېواد د سخت بحران په حالت کې دی.
په دې بیان کې چې د جمعې په ورځ د (کلمه) په نوم ویب سایټ کې خپور شو ویل شوي چې د مخالفو مشرانو موسوي یا کروبي وژل به وضعیت آرام نکړي. موسوي وايي، د خلکو د غوښتنو په لاره کې له مرګه نه وېرېږي. ده په خپل بیان کې د انتخاباتو د قانون د بدلون او د سیاسي بندیانو د خوشې کولو غوښتنه کړې ده.
د جرس په نوم د اصلاح غوښتونکو انترنیټ پاڼې راپور ورکړی چې د پوځ وسایط دتهران ښار په چوکونو او نورو برخو کې ځای پرځای شوي، څو د احتمالي مظاهرو مخه ونیسي.
ایراني مقاماتو د یکشنبې ورځې له مظاهرو وروسته چې په ترڅ کې يې د موسوي د خوریي په ګډون اته کسان ووژل شول، د مخالفینو د ځپلو لپاره اقدامات نورهم پیاوړي کړل. دوی په دې لړ کې د موسوي د دریو جګپوړو سلاکارانو، د ده د اوښي او د نوبل د سولې جایزې د ګټونکې شیرین عبادي د خور په ګډون تر اوسه د مخالفینو شل تنه مشران بندیان کړي دي.
په همدې حال کې ایراني مقاماتو دمخالفینو مشران له بهرنیو دښمنانو سره په اړیکو تورن کړي او خبرداری يې ورکړی چې که چېرته له مظاهرو لاس وانخلي حکومت به هېڅ راز مراعات ورسره ونکړي.
د ایران د امنیت وزارت اعلان کړی چې یوځل بیا د مخالفینو مشرانو ته خبرداری ورکوي څو خپله لاره ډېرژر دبهرنیو دښمنانو او انقلاب ضد ځواکونو له لارې بېله کړي، کنه پر دوی به هېڅ رحم ونشي.
د ایران دولتي ټلویزیون د جمعې په ورځ د حکومت د پلوي ډلو د مظاهرو تصاویرخپاره کړل. له دې کسانو سره چې سپین کفنونه یې اغوستي وو، داسې شعارونه و چې پکې لیکل شوي وو، موږ د ستر مذهبي مشر لپاره د خپل ژوند قربانولو ته چمتو یو.
ایراني چارواکي د حکومت پر مخالفینو تور لګوي چې په هېواد کې د ناآرامیو جوړولو هڅه کوي. د ایران د ستر روحاني مشر آیت الله علي خامنه يي استازي عباس واعظ طبسي دسه شنبې په ورځ وویل، د مخالفینو مشران د خدای دښمنان دي او باید د اسلامي شریعت له مخې اعدام شي.
د ایران د پولیسو مشر هم مخکې د موسوي پلویانو ته خبرداری ورکړی و چې که د ده په وینا له غیرقانوني مظاهرو لاس وانخلي نو له سختو اقداماتو سره به مخامخ شي.