د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۶ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۴۴

د ایران حکومت او مخالفان یې بلې مقابلې ته تیاري نیسي


د ایران سخت درځي حکومت او اپوزیسیون ځانونه د پنجشنبې په ورځ یوې بلې مقابلې ته تیاروي . د دلوې په دوه ویشتمه د ایران د اسلامي انقلاب یودریشمه کالیزه ده .

د اصلاح غوښتونکو شورا چې لږترلږه اولس معتدل سیاسي ګوندونه یې غړیتوب لري د روانې اونۍ په پیل کې پر خپلو پلویانو ږغ وکړ چې د پنجشنبې په ورځ لارو سرکونو ته را ووځي .

پدې ورځ په معمول ډول د حکومت پلویان د رژیم د ملاتړ لپاره لاریونونه کوي .

په هغه یاد داشت کې چې په مختلفو فارسي ویب سایتونو خپور شوې د اصلاح غوښتونکو شورا خپلو پلویانو ته ویلي، موږ به د سلواغې په ۲۲ را ووځو تر څو دا ښکاره کړو چې دا زرغون غورځنګ په ملي او مذهبي مسایلو ګډون کوي او د خپلو هغو حقوقو په ترلاسه کولو ټینګار کوي چې اساسي قانون یې ضمانت کړې دې .

د دې یاد داښت په یوه بله برخه کې راغلي چې د زرغون غورځنګ غړي به خپلو دوستانو او دښمنانو ته د خپل استقلالیت او د قانون له حاکمیت څخه د ملاتړ او د خپل ولس د استقلال د ساتنې لپاره د خپل تعهد د څرګندولو په خاطر لارو ته را ووځي .

لاس انجلس ټایمز همدا راز لیکي چې د زرغون غورځنګ پلویانو د لارښونو یو لست خپور کړې . ټول هغه کسان چې د پنجشنبې په ورځ د دې غورځنګ په ملاتړ را وځي د دې لست له مخې پدې اړه چې په ټاکلې نیټه څه واغوندي، چیرته ولاړشي او څه وکړي کافي معلومات ترلاسه کولاې شي .

ډیر خلک دېته په حیرت کي دي چې د پنجشنبې په ورځ به څه کیږي . ایا لاریون کونکي به په سترو ډلو ویشل شوي وي او حکومت به د هغوي په وړاندي څه ډول عکس العمل څرګندوي .

لاس انجلس ټایمز لیکي چې د ایران د پولیسو قوماندان جنرال اسمعیل احمدي مقدم ویلي چې پولیسو د ګډوډیو جوړونکو ، د عامه نظم د ماتونکو او هغو کسانو پر ضد دې چې د اسلامي اصولو رعایت نه کوي . جنرال مقدم ویلي چې پولیس به د بې نظمیو جوړوونکي و نه زغمي .

د ایران د پولیسو قوماندان خبردارې ورکړې چې پولیس ډیر پرمختللي وسایل لري او حتي هغه کسان پيژندلاې شي چې د ټلفوني پيغامونو یا میسیج په وسیله نور کسان په مظاهرو کې برخې اخیستلو ته را بولي .

خو د لاس انجلس ټایمز ورځپاڼه لیکي چې په ډله ایز ډول د مخالفینو د پلویانو ، فعالینو، ژورنالیستانو او د حقوقو د مدافعانو نیولو د مخالفینو د اواز اوچتولو مخنیوې ندې کړې .
XS
SM
MD
LG