د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۶ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۱۲

د ايران د حکومت يو منتقد روحاني مشر مړ شو


د ايران يو مهم روحاني خو د حکومت منتقد او سياسي مخالف ايت الـه العظمى حسيني علي منتظري د ٨٧ کلونو په عمر مړ شو، د ازادۍ راډيو د خبر مرکزي څانګې په دې اړه يو راپور خپور کړى چې دلته یې لوستلی شۍ.

د ايران يو مهم سياسي مخالف او روحاني شخصيت ايت الله حسيني د مړينې خبر د ايران خبري رسنيو هم ورکړ او ليکلي يې دي، نوموړى د شنبې په شپه د تهران په جنوب لوېديځ، قُم ښار کې په خپل کور کې ساه ورکړه.

د ايران د دې دولتي رسنۍ په دې راپور کې نه حسيني ته د کوم روحاني خطاب کړى او نه يې دا ليکلي چې د هغه د مړينې وجه څه وه. منتظري په لومړيو کې د اسلامي انقلاب ملاتړى و، چې وروسته د روحاني غورځنګ د مشر ايت الله خميني له سختو انتقاد کوونکو څخه شو.

په ايران کې يوه اصلاح غوښتونکي محمد تقي فاضل معبودي د ايران دغه روحاني مشر د بشري حقوقو مهم ملاتړ کوونکى وباله.

دېرش کاله مخکې ايت اله حسيني منتظري د انقلاب په وخت کې استعفى ورکړه چې د وخت روحاني مشر ايت اله خميني، د ايران اسلامي جمهوريت د روحاني مشر وارث وګڼل شو.

خو شل کاله مخکې، چې لا ايت اله خميني د سرطان په ناروغۍ نه و مړ شوى، د ايران او عراق تر منځ جګړه پيل شوه، د دغو دوو مشرانو ترمنځ د بشري حقوقو پر مسئله لوى اختلاف راغى. د همدغو اختلافاتو په نتيجه کې منتظري له صحنې څخه وايستل شو او د ده پر ځاى د ايران اوسنى روحاني مشر ايت الله علي خامنه اي د خميني پر ځاى مشر وټاکل شو.

منتظري د خامنه اي له انتقاد کوونکو څخه و، د هغه پر مذهبي تعليماتو، استبدادي چال چلند او پر امنيتي ارګانونو يې د خامنه اي پر اعتماد انتقادونه کول.

د ايران د راډيو فردا خبريال مهرداد ميردامادي خوزاني وايي ايت الله منتظري تل اسلامي تعليماتو ته ډېر متعهد و. دۀ زياته کړه:

”منتظري به تل ويل، کله چې پر خلکو حکومت کېږي، بايد له اسلامي تعليماتو څخه پيروي وشي، که څه هم دا تعليمات به زموږ په ګټه نه وي“

په ١٩٩٧م کال کې متنظري له خامنه اي سره جنجال وکړ، منتظري په دې باور و، چې خامنه اي د يوه مذهبي مشر په سويه تعليم او وړتيا نه لري.

هغه دې ته مجبوره شو چې خپله ديني مدرسه وتړي، په قم ښار کې د هغه پر کور هم حمله وشوه، منتظري پنځه کاله په کور کې نظربند و.

له سياسي تبعيد سره- سره منتظري د يوه اصلاح غوښتونکي او درانه مذهبي مشر په توګه فعال و.

د ايران حکومت به اوس وېره لري چې د متنظري د جنازې او نورو مراسمو په وخت کې به ښايي زيات خلک مظاهرې وکړي.

د هغه د جنازې مراسم به د دوشنبې په ورځ وشي، دى په قم کې خاورو ته سپارل کېږي.
راپورونه وايي له هغې شېبې چې د روحاني مشر منتظري د مړينې خبر خپور شوى، د ايران پوهنتون محصلينو د وير مراسم پيل کړي.
XS
SM
MD
LG