د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۶ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۴۴

ګيټس:كه ايران د يورانيموغني كول بند نه كړي،احتمال دى چې په ضد يي عمليات وشي


د امریکا د دفاع وزیر رابرت ګیتس
د امریکا د دفاع وزیر رابرت ګیتس

امریکايي مقاماتوڅو ځلي دا خبره کړې، چې که چېرته د دیپلوماتیکو لارو، ایران د یورانیمو غني کول بند نه کړل نو د دې هېواد پرضد به پوځې عملیات له احتماله لرې نه وي. د امریکا د دفاع وزیر رابرت ګیتس د سې شنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې چې د اسرايیل د دفاع له وزیرایهود بارک سره یې په ګډه تر سره کړ.

په دې اړه خبرې وکړې، د ایران د تهدیدونو پرضد له هغو طرحو خوشاله دی، چې دننه د دفاع په وزارت کې جوړې شوې او یا هغه چې د امریکا د نورو امنيتي ارګانونو په همکارۍ ترتیب شوی دي. هغه زیاته کړه چې هغوي د ایران لپاره ډیر وخت لګوي او دا هڅې به دوام ولري.

د امریکا په کانګرس کې جمهوري غوښتونکي او یو شمېر دیموکراتان شکایت لري او وايي، چې دا لا څرګنده نه ده چې ولسمشر اوباما به د ایران پر ضد په اقداماتو کې تر کومه حده مخته ولاړ شي او ایا هغه به وکړای شي چې اتومي وسلو ته د ایران د رسېدو مخه ونیسي.

متحد ایالات او یو شمېر نور لویدیځ هېوادونه په دې عقیده دي، چې ایران د خپل اتومي پروګرام په چوکاټ کې د اټومې وسلود جوړولو هڅه کوي.

خو تهران ادعا کوي، چې اټومې پروګرام یې سوله ایز دی ښاغلي ګیټس د اپریل په اتلسمه ویلي وو،چې سپینې ماڼۍ ته یې یو سري یاداشت لیږلى او د ایران د اتومي پروګرام د مخنیوي په اړه یې د طرحو د بهیر په باب معلومات ورکړي.

خو د امریکایې ځواکونو لوی درستیز ادمیرل مایک مولن وايي، په داسې حال کې چې د دفاع وزارت د ولسمشر اوباما د فرمان په صورت کې د پوځې عملیاتو احتمال په نظر کې لري خو په دې برخه کې سیاسي طراحان له ستونزو سره مخامخ دي.

ځکه ښايي د ایران د اتومي وسلو مخنیوي په سیمه کې د کړکیچ له خپرېدو پرته ترلاسه نه شي.

ادمیرل مایک مولن د نیویارک په کولمبیا پوهنتون کې په دې وروستو کې د خپلې وینا په ترڅ کې وویل، که څه هم هغه پوځې طرح چې ولسمشر اوباما ته وړاندې شوي اوږد مزل به وکړي خو ښايي ونه شې کړاى چې په اوږد مهال کې د ایران د اتومي پروګرام مخه ونیسي او هغه متوقف کړي.

د تېرې اونۍ په پاې کې د ایرا ن د بهرنیو چارو وزیر او د ملګرو ملتونو د اتومي انرژۍ د څارنې د ادرې مشر په ویانا کې سره وکتل خو دې خبرو، له ایرانه د باندې په نورو هېوادنو کې د ایران د یورانیمو د غني کولو په برخه کې کومه لاس ته راوړنه نه درلوده.

د جمهور ریس اوباما اداره په داسې حال کې چې د ایران پرضد د پوځې پروګرامونو خبرې کوي د دیپلوماتیکو لارو څخه د دې لانجې د حل لپاره هڅې رواني دي، څو د ایران پرضد د څلورم ځل لپاره د اقتصادي تحریمونو له لارې د اسلامي جمهوریت مقامات دې ته اړباسي، چې په دې برخه کې تفاهم وکړي.
XS
SM
MD
LG